د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د لویې جرګې رابللو غوښتنه کوي

دوی وايي، چې د هېواد امنیتي او اقتصادي حالت مخ په خرابېدو دی او د ستونزو حواري له پاره دې ژر تر ژره لویه جرګه دایره شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار وویل، په اساسي قانون کې د لویې جرګې رابللو په اړه حکم شته دی؛ د دغه قانون له مخې دې د اوسنیو ستونزو د حل او هم د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د لاسلیک شوي هوکړې پلي کولو له پاره تصمیم ونیسي.

دی وايي، چې د لویې جرګې تر رابللو مخکې دې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شي.

د مشرانو جرګې بل غړي زلمي زابلي هم د لویې جرګې په رابللو ټینګار وکړ.

د ده په وینا، د لویې جرګې رابلل د نظام د دوام له پاره اړین دي او د دې وېره شته، چې هېواد له ستر کړکېچ سره مخ شي.

زابلی وايي، چې ملت ته دې هرو مرو قناعت ورکړل شي، دغه نظام دې پیاوړی کړي او د دولت دواړو مشرانو ترمنځ دې د پوهاوي رامنځ ته کېدو په اړه تصمیم ونیسی.

د اساسي قانونو د ۱۱۱ مادې د حکم پر بنسټ په لویه جرګه کې د ملي شورا غړي، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو رییسان، کابینې غړي، سترې محکمې رییس او غړي او د لوۍ څارنوال ګډون ولري.

د لویې جرګې رابللو په اړه د چارو شنونکی محمد یونس فکور بیا وايي، چی د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د لویې جرګې را غوښتل نا شونی کاردی او د حکومت پر وړاندې ستونزې ډېرې دي.

فکور وویل، چې سیاستوال دې له شخصي او سیاسي ګټو تېر شي او د حکومت ملاتړ دې وکړي.

دی زیاتوي، چې اوس وخت کې د لویې جرګې رابلل ګټه نه لري او د امنیتي ځواکونو ملاتړ او اقتصادي پلانونه دې جوړ کړی شي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په داسې حال کې د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي، چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو پر مهال د دواړو مشرانو تر منځ د سیاسي پوهاوي په یوه برخه کې هم د لویې جرګې یادونه شوې ده.

په پوهاوي لیک کې راغلي و، چې له دوو کلونو وروسته به لویه جرګه رابولي او په اساسي قانون کې د تعدیل او پر یو شمېر نورو مهو مسایلو به خبرې کیږي.

یواځې په مشرانو جرګه کې د لویې جرګې د دایرېدو غوښتنه په هېواد کې دد بېلا بېلو سیاسي او جهادي شخصيتونو له خولې هم په رسنيو کې د لویې جرګې په اړه خبرونه خپاره شوي دي، خو حکومت په دې اړه تر اوسه کوم څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام