د مسکو د سولې غونډه د طالب‌استازیو په ګډون پیل شوه

د سولې د سولې غونډه نن غرمه مهال د طالب‌ او د افغانستان د سولې عالي شورا د استازیو په ګډون د روسیې په پلازمینې مسکو کې پیل شوه.

دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف په وینا سره پيل شوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړۍ هیله‌منه ده چې افغانستان وکولی شي په بریالیتوب سره د تروریزم له دورې تېر شي.

ښاغلی لاوروف وايي، ټولو داخلي ډلو ته په کتلو سره د افغانستان ستونزو حل په سیاسي روشونو حلېدلی شي.

هغه په‌دې غونډه کې د سولي عالي شورا او طالب‌استازیو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د مسکو ناسته د افغان‌سولې له‌پاره د یوې پایلې ‌لرونکې هڅې په توګه مرسته کوي.

سرګي لاروروف همدارنګه وویل: «مسکو هیله‌من دی چې د دې غونډې د سازمانونکي په توګه دا مرسته وکړای شي چې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره شي. ښکاره ده چې دې موخې ته د رسېدلو له‌پاره باید ډېرو خنډونو سره مقابله وشي. موږ په‌دې باور یو چې ټولو سیاستوالو به خپلې فردي سلیقې او تمایلات څنډې ته کړې وي او په‌دې برخه کې به یوازې د افغانانو ملي ګټې تعقیبوي.»

د مسکو په غونډه کې د سولې عالي شورا او طالب‌استازیو ترڅنګ د هند، پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، قزاقستان، اوزبیکستان، تاجیکستان، قرغیزستان، ازربایجان او امریکا استازي په رسمي ډول بلل شوي‌وو.

ټاکل شوې وه د مسکو ناسته شااوخوا دوې میاشتې مخکې د سپټمبر په لومړیو کې جوړه شوې‌وی؛ خو ظاهراً دا غونډه د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه.

پهدې غونډې کې د سولې عالي شورا د مرستیال حاجي عزیزالله دین‌محمد په مشرۍ يو شپږ کسیز پلاوی ـ چې په ترکیب کې یې حبیبه سرابي، عطالرحمن سلیم، مولوي عبدالخبیر اوچقون او د سولې عالي شورا د دارالانشا دوه غړي شامل دي ـ ګډون کوي.

همدارنګه د طالبانو په استازیتوب یو پنځه کسیز پلاوی ـ چې محمدعباس ستانکزی، عبدالسلام حنفي، شهاب‌الدین دلاور، ضیا‌الرحمان مدني و محمدسهیل شاهین په‌کې شامل دي ـ په‌‌دې غونډې کې ګډون کوي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام