د مرکچي پلاویو د تماس ډلې لومړنۍ غونډه؛ دا ناسته نن هم دوام لري

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلې بېګاه ماښام خپله لومړنۍ کاري غونډه کړې ده.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي په یوه ټویټ کې لیکلي چې دواړو لوریو په یاده ناسته کې د چلن پر اصولو، د خبرواترو د لومړنۍ غونډې پر مهال‌وېش او ځینو نورو مسایلو بحث کړی دی. ویل کېږي چې یاده غونډه نن هم دوام لري.

د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډله د شنبې په ورځ د سولې خبرواترو له پرانست‌غونډې وروسته جوړه شوې ده. د دولت د مرکچي پلاوي د تماس ډله ۷ او د طالبانو هم ۵ غړي لري.

محمدمعصوم ستانکزی، احمدنادر نادري، عنایت‌الله بلیغ، محمد ناطقي، ضراراحمد مقبل، فوزیه کوفي او خالد نور د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تماس ډلې غړي دي او مولوي عبدالکبیر، شېرمحمدعباس ستانکزی، نورالله نوري، شیخ دلاور او شیخ قاسم هم د طالبانو د تماس ډلې غړي دي.

ټاکل شوې وه چې د دواړو لوریو د مرکچي پلاویو ترمنځ لومړنۍ غونډه نن دوشنبه جوړه شي، خو د تماس ډلې د غونډو دوام له کبله یاده غونډه ځنډېدلې ده.

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون په دوحه کې د یوې خبري غونډې پر مهال تمه وښوده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له پیل سره سم به د تاوتریخوالي کچه کمه شي، څو دا کار د یوه بشردوستانه اوربند لامل وګرځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام