د مالیې وزیر د اسیايي بانک په کلنۍ غونډه کې په اقتصادي لومړیتوبونو بحث کوي

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په جرمني کې د اسیا پراختیايي بانک په کلنۍ غونډه د افغان حکومت په استازیتوب د مالیې وزیر ګډون کوي.

عبدالرحیمزی وايي، چې د مالیې وزیر د سفر موخه د اسیا پراختیايي بانک له چارواکو سره د افغانستان په بنسټیزو پروژو بحث کول دي.

د مالیې وزیر به په دې سفر کې د اسیايي بانک له چاروکو سره له نږدې د افغانستان د اقتصادي لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړي، چې په راتلونکي کې له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په برخه کې دغه بانګ مرستې زیاتې کړي.

د ماليې وزیر ویاند وايي، چې د کرنې، ترانسپورټ، انرژۍ ، سړکونو او دې ته ورته په نورو برخو کې په لومړيتونوبو د اسیا پراخیتايي بانک له چارواکو سره خبرې کیږي.

اجمل حمید عبدالرحیمزي وویل، چې د غونډې په څنډه کې به د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د اسیا پراختیايي بانک له چارواکو سره د بروکسل کنفرانس په اړه هم خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه غونډه به د مې میاشتې په دویمه پيل او د همدې میاشتې په پنځمه نېټه پای ته وررسیږي، دوی وايي، چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي به نن (یک شنبې) جرمني ته لاړ شي.

د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان له سترو ملاتړکوونکو دی او له ۲۰۰۲ را هیسې په بېلابېلو سیمو کې له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په برخه کې مرستې کړي دي.

له بل لوري د روان کال په اکټوبر میاشت کې د بروکسل کنفرانس هم جوړيږي.

د بروکسل او وارسا کنفرانسونه د افغان امنیتي ځواکونو او د سترو پراختیايي پروژو د مالي ملاتړ په برخه کې خورا مهم دي.

په دې کنفرانسونو کې به د افغانستان د اقتصاد او امنیتي ځواکونو د ملاتړ له پاره مرستې جلب شي.

په دې اړه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي، چې دغه غونډې په اقتصادي برخه کې د افغانستان په ګټه دي، خو افغان چارواکي باید په دغو غونډو کې له منظم اقتصادي پلانونو سره ګډون وکړي.

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي، چې د اسیا پراختیاي بانک په کلنۍ غونډه کې د افغان پلاوی ګدون ضروري دی او زیاته یې کړه، چې افغان لوری باید د اسیايي بانک له چارواکو وغواړي، چې د افغانستان په هغو سیمو کې هم د پروژو ملاتړ وکړي، چې اوس ناامنۍ په کې کمې شوي دي او د بنسټیز پورژو له پاره اړتیا په کې ډيره ده.

شریف وايي، چې د مالیې وزیر باید د اسیايي بانک له چارواکو نه وغواړي، چې د بانکدارۍ په برخه کې کدرونه وروزي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام