«د مارچ اتمه او د فحشا خپرول»

د تخار د علماوو شورا یو شمېر غړي وايي چې د مارچ اتمې نمانځل، د «فحشا» خپرولو لامل کېږي.

دوی وايي، د مارچ اتمې په څېر مناسبتونه په ټولنه کې د فحشا له خپرولو سره مرسته کوي او یو شمېر کسان له دې ورځې نه په ګټې اخیستو د اسلام دین ته سپکاوی کوي.

د تخار د علماوو شورا غړی مولوي عبدالمنان وايي، د ښځو په تړاو د پروګرام له جوړوونکیو نه باید پوښتنه وشي او د ښځو چارو ریاست هم وتړل شي.

په همدې حال کې د تخار د علماوو شورا یو بل غړی مولوي صمد د مارچ اتمې په نمانځغونډه کې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابر ښودلو په غبرګون کې وايي، یادې څرګندونې د اسلامي ارزښتونو خلاف دي.

د تخار علماوو د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د مارچ اتمې په ملاتړ د جوړېدونکیو پروګرامونو درولو غوښتنه وکړه او همدا راز یې د جوزجان د هغو مدني فعالانو د پېژندلو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه چې د سنګسار تمثیلي پروګرام یې جوړ کړی و.

اړوند مطالب:

د تخار د عالمانو رییس تر قانوني پلټنو لاندې نه راځي

دیني عالمانو د سمنګانو جشنواره لغوه کړه

د بامیان د عالمانو شورا وايي د دمبورې جشن حرام دی

بغلان کې زیاتره ديني عالمان د نظامیانو جنازه نه‌کوي

خو د تخار والي فضل‌الله مجددي وایي، سره له دې چې په دغه ولایت کې د مارچ اتمې په مناسبت په جوړو شویو غونډو کې اسلام ته سپکاوی نه‌دی شوی، خو د موضوع روښانه کولو لپاره به یوه ډله وګوماري.

د تخار والي او د علماوو شورا هوکړې ته ورسېدل چې د خلکو پر کړنو د څار لپاره به د حکومت او علماوو له استازیو نه یوه ګډه دولس کسیزه ډله جوړېږي.

د تخار دیني عالمان وايي، د مجرمانو لپاره به خپله سزا هم وټاکي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام