د لومړي ځل له پاره د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې تفريحي پارک جوړ شو

دغه تفریحي پارک په څلور جریبه ځمکه کې د شپږو میاشتو په اوږدو کې جوړ شوی دی.

په پارک کې د ځوانانو او کوچنیانو له پاره د لوبو سامان، د فوټبال ځانګړی میدان، څوکۍ او نور د اړتیا وړ شيان چمتو شوي دي.

د ژړۍ ولسوال جمال اغا وايي، پر یاد پارک ۸ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې د (سي، سي، آی) موسسې له خوا ورکول شوي دي.

ژړۍ د کندهارـ هرات پر لویه لاره  پرته ولسوالۍ ده، چي مخکې يې نا امنیو خلک ډېراندېښمن کړي وو، خو اوس يې اوسیدونکي وايي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم امنیت ښه شوی، د کوکنارو کښتونه له منځه تللي او خلک ارام ژوند لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام