په دې سیاره کې د ځمکې مقایسه له نورو سیارو سره لیدلی شئ

که چېرې ستورپېژندونکی یا نجوم یاست؛ لومړی باید د سیارو له اندازو په ځانګړي ډول د ځمکې او لمر له اندازو سره اشناي پيدا کړو. موږ په ځمکه د شیانو د اندازه کولو له پاره خپل ځان د یو شاخص په توګه په نظر کې نیسو او بیا د همدې شاخص له مخې موجودات اندازه کوو. په همدې تصور کولی شو، چې ځمکه د لمریز نظام له نورو سیارو سره د لویوالي او کوچنیوالي د مقایسې له پاره د یوې شاخصې په توګه وکاروو. ځېنې سیارې دومره کوچنۍ دي، چې د نورو سیارو له سپوږمکیو سره پرتله کېدلی شي. د بېلګې په توګه، عطارد د مشتري له ګانیمد سپوږمکۍ او د زحل له سترۍ سپوږمکۍ (تیتان) نه کوچنۍ ده. نه یوازې عطارد، بلکې، که ټولې سیارې راټولې کړو، بیا هم د مشتري قطر ته نه شي رسېدلی.

سیارې د خپل مدار د چورلېدلو د سرعت په دلیل په استوا کې ډېره هواره وي. ځېنې سیارې منظمې او دایروي شکل لري، خو ځېنې سیارې بیا په استوا کې پلنې دي او کروي شکل نه لري. ښايي ځېنو ته به جالبه وي، پوه شي، چې ځمکه د لمریز نظام د سیارو د لویوالي له مخې څومه سیاره ده؟

د ښه پوهېدا له پاره، د عطارد چې لمر ته نږدې سیاره ده، په اندازه کولو پیلوو.

عطارد د لمریز نظام تر ټولو کوچنۍ او لمر ته نږدې سیاره ده

عطارد لمر ته نږدې د ۴۸۷۹ کیلومتر قطر په لرلو سره د لمریز نظام تر ټولو کوچنۍ سیاره ده او لږه اندازه د ۳۴۷۴ کیلومتر قطر په لرلو سره د ځمکې له سپوږمۍ نه لویه ده. عطارد هم د درېيو نورو سیارو، ځمکې، مریخ او زهرې په شان ډبرینه سیاره ده. عطارد له فلزونو، له اوسپنې ډکه سیاره ده، چې له سلیکاتي پوښه برخمنه ده. عطارد دومره لمر ته نږدې ده، چې په ډېرې سختۍ سره خپل مدار وهي. په همدې اساس په عطارد کې یوه شپه او ورځ د ځمکې ۵۹ شپې او ورځې کېږي. دغه سست چرخېدل د دې لامل شوي، چې استوا یې زیاته ناهواره شي؛ نو کله چې ورته سم متوجې شو؛ لیدلی شو، چې عطارد له شمالي قطب نه تر جنوبي قطب پورې د یو توپ په شان بڼه لري.

د زهرې قطر له ځمکې لږ څه کم دی، دغه سیاره هم تقریبا د ځمکې په څېر ګرده ده.

زهره یا ونوس خنیاګر کله وخت بې له کوم دلیله د ځمکې خور بلل کېږي، له یوې څنډې تر بلې څندې پورې ۱۲۱۰۴ کیلومتره پراخوالی لری.

د زهرې قطر له ځمکې لږ څه کم دی، دغه سیاره هم تقریبا د ځمکې په څېر ګرده ده.

د دې سیارې په قطبونو کې د پلنوالي نه موجودیت د عطارد په څېر دی، چې په خپل محور کې د ورو حرکت له امله دی. د زهرې سیارې یوه شپه او ورځ د ځمکې له ۲۴۳ شپو او ورځو سره برابره ده.

د ځمکې قطر له قطب نه د استوا په لور د ۴۱ کیلومترو په اندازه توپیر لري

ځمکه د ۱۲۷۵۶ کیلومترو قطر په لرلو سره ستره ډبرینه سیاره ده او په لمریز نظام کې پنځمه لویه سیاره ګڼل کېږي.

ځمکې په لږې اندازې سره پلنوالی لري، چې له همدې کبله ځمکه ګرده نه شو بللی. ځمکه د استوا په برخه کې خېټه لري او له بهره د یوې پلنې سیارې په شکل لېدل کېږي؛ خو دغه پلنوالی دومره نه دی، بلکې د ځمکې قطر له قطب نه د استوا په لور د ۴۱ کیلومترو په اندازه توپیر لري.

د ځمکې دغه پلنوالی د دې د وضعي حرکت له امله دی، چې د دې حرکت په نتیجه کې یوه شپه او ورځ بدلېږي، چې د ځمکې یوه شپه او ورځ ۲۳ساعته، ۵۸ دقیقې او ۴ ثانیې ده.

بهرام یا مریخ چې پوهان یې بې له کوم دلیله ځمکې ته ورته ګڼي، د ۶۷۷۹ کیلومترو قطر په لرلو څلورم ډبرین ستوری دی، چې د ځمکې له نیمايي سره برابره ده.

مریخ په خپل محور د چټکې چورلېدا له کبله په قطبونه کې پلن شوی دی. مریخ يه یو ساعت کې د ۸۶۸ کیلومترو په چټکتیا په خپل محور د ساعت د جهت په خلاف ګرځي، په دې حساب ۴۰ دقیقې له ځمکې کم سرعت لري.

مریخ یو بشپړ چکر (یوه شپه او ورځ) په ۲۴ساعتونو، ۳۷ دقیقو او ۲۲ ثانیو کې پوره کوي. ښايي له همدې وجې ځمکې ته ورته بلل کېږي؛ خو دغه ورته والی نه شي کولی، چې د اتموسفیر په میزان، د مناسب مقاطیسي میدان نه شتوالی، د کافي جذب قوي نه موجودیت او د ځمکې په پرتله په مریخ کې د څو نور تفاوتونو نه موجودیت توجې کړي.

دوام لري…

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام