د پکتيا ولایت لجې منګلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ښوونیز کال له پیل سره ګڼو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو یوې جرګې پرېکړه کړې چې ټول ځایي خلک به زدهکړو ته برابر خپل ماشومان له توپیر پرته یانې نجونې او هلکان ښوونځي ته لېږي.
د لجې منګلو قومي مخور ښايسته جان او انجينیر ولي خان وايي د دغه کار لهپاره شورا ټاکل شوې او سرغړوونکي به جریمه کړي چې د جریمې بڼه او اندازه هم خپله شورا ټاکي.
د دوی په خبره که څوک له پرېکړې سرغړونه وکړي ټول خلک يې حجرې ته ورځي، خبرې ور سره کوي او له معقول دليل پرته به ناغه ورته ټاکل کېږي.
په پخوا کلونو کې ډېرو کورنیو لوڼې لا څه چې ان زامن هم زدهکړو ته نه پرېښودل ان داسې کورنۍ هم وې چې د حکومت د فشار له امله یې بل چاته پیسې ورکولې چې زوی ښوونځي ته ولېږي خو خپل زوی ښوونځي ته پرېنږدي.
خو د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل سلاموطندار ته وويل خلک اوس د زدهکړو پر ارزښت پوهېدلي او هڅه کوي دا پرېکړه له لجې منګلو وروسته نورو ګاونډيو ولسواليو ته هم وغځوي.
ښاغلي منګل زیاته کړه، خلک تعليم سره ډېره مينه لري او له ولايتي چارواکیو د ښوونځيو ودانيو جوړولو غوښتنه کوي.
د پکتيا د پوهنې ریيس کوچي ځاځي د پوهنې پراختیا لهپاره د خلکو دا ډول پرېکړې ستر ګام بولي.
ښاغلی ځاځی وايي په ۱۳۹۷ کال کې د لجې منګل ولسوالي درې لېسو ته ودانۍ جوړوي او پاتې نورو ته به خېمې ورکړي.
پکتياوال قومي جوړښتونه لري او ډېرې مسلې له همدې لارې حل کوي خو که څوک قومي پرېکړه ونه مني له نورو قومي مسلو هم پرېښودل کېږي او څوک مړی ژوندی ورسره نهکوي.