د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې د ولسوالیو په روغتونونو کې د جراحي ډاکټرانو د نه شتوالي له امله ناروغان د ولایت مرکز ته لېږدوي.
د قوش تپې او درزاب ولسوالیو دوه تنه اوسېدونکي سیف الدین او محمد امین وايي، چې په دغو ولسوالیو کې ناامنۍ او شخړې زیاتې شوي دي.
دوی وویل، چې په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې کلېنیکونه د جراحي ډاکټران نه لري او زیاتوي، په دې سیمو کې کلېنیکونه د جګړو له امله زیان لیدلی او باید ورغول شي.
د دې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت لري، چې حکومت له طالبانو سره جګړه کوي، خو د سیمې خلکو روغتیايي برخې ته پام نه لري او د جګړې ټپیان له سخت حالت سره مخ کېږي.
د جوزجان ولایت درزاب ولسوال رحمت الله حشر سلام وطندار سره په خبرو کې د خلکو ستونزې مني او وايي، چې د ولسوالۍ روغتون د جراحۍ برخې ډاکټران نه لري.
دی وايي، د ډاکټرانو د نه شتون له وجې ناروغان او ټپیان د ولایت مرکز ته په لارې مري.
ولسوال وویل، د قوش تپې ولسوالۍ د بلچراغ، کولیان، قورچي او شاتوت مریضايي سیمو خلک د ولسوالۍ روغتون ته ورځي، خو له بده مرغه په روغتون کې د جراحۍ برخې ډاکټران او په کافي اندازه روغتیايي خدمتونه نه شته دي.
په ورته وخت کې د جوزجان د عامې روغتیا رييس فریدون حبیب هم دا ستونزه تایيدوي او وايي، چې په دغو ولسوالیو کې د جراحۍ برخې داکټرانو د ګومارنې له پاره یې بستونه اعلان کړي او هڅه کوي، چې په شرایطو برابر ډاکټران وګوماري.