د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر سب بلاټر، د دغه فدراسیون مرستیال میشل پلاتیني او د فیفا سرمنشي ژروم والک دندې د مالي فساد په تور دریې میاشتې و ځنډول شوې.
د راپورونو پر بنسټ ښايي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون دغو درېیوو جګپوړو مامورینو د دندو ځنډولو موده وغځول شي.
ویل کیږي، چې د فیفا اخلاقي کمېټې تېره ورځ د (اکټوبر په ۸مه) پرېکړه وکړه، چې د دغه فدراسیون پخوانی مرستیال چونګ مونګ جون تر ۶ کلونو پورې په فیفا کې دنده نه شي کولی او د همدغې کمېټې له خوا د سل زرو فرانک پیسو په پرېکولو هم محکوم شو.
په فیفا کې د پراخ مالي فساد له افشا کولو وروسته د امریکا سنا او (اف، بي، ای) سازمان په دغه فدراسیون کې د موجود مالي فساد د څېړلو او ښکېلو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.
د فوټبال په نړیوال فدراسیون کې د پیسو مینځلو او بډو اخیستو د نړۍ په کچه د خلکو غوغا راپورته کړه.
۷۹ کلن سب بلاټر ۱۷ کالونه د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر و.
نوموړي څو ځلې په بډې اخیستو تورن شوی و، خو ده هر ځلې دا تورنه رد کړي وو.
د فوټبال نړیوال فدراسیون سرمنشي ژورم والک د دندې ځنډولو لامل په ناقانونه ډول د فوټبال نړیوال جام ټکټونو پلورل بلل شوي دي.
له بل لوري میشل پلاتیني اعلان وکړه، چې د فیفا اخلاقي کمېته غواړي، چې د ده شخصیت نابود کړي.
نوموړي دغه اعلان مخکې له دې وکړ، چې د فیفا اخلاقي کمېټې له خوا یې د دندې ځنډولو اعلان وشي.
ده وویل، چې د دغه کار له پاره دې بې پرې بنسټ ته دنده ورکول شي.
د سویس د لوی څارنوالی د پلټنو پر بنسټ سب بلاټر د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو فوټبال نړیوال جام سیالیو د ژوندي بهیر خپرولو په قرار داد کې فساد کړی دی.
دغه پلټنې ښيي، چې نوموړي د ۲۵۰ او ۳۵۰ زرو یورو په اخیستو سره دغه قرارداد، د کارایب فوټبال اتحادیې پخواني مشر باجک وارنر سره لاسلیک کړی و او وانر له دغه قرار داده څخه په میلیونونو یورو لاست ته راوړې.