د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سېلاب سلام وطندار ته وویل چې له درېیوو ورځو را پهدېخوا د څو ولایتونو طالبان سره یوځای شوي او د ګرزیوان ولسوالۍ په مرکز یې ډلهيیز بریدونه پیل کړيدي.
د سېلاب په خبره، طالبانو د درېیوو ورځو پرلهپسې جګړه کې دونګ کلا، بیغم قشلاق او علياباد درې مهم کلي نیولي او اوس د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې ځای پرځای شويدي.
د فاریاب د ګرزیوان ولسوال ملا فیضالله هم سلام وطندار ته وویل چې زرګونه تنه طالبان د جوزجان، سرپل، غور او فاریاب له ولایتونو را ټول شوي او د ولسوالۍ مرکز ۲۰۰ مټرۍ کې ځای پرځای شويدي. د ده په خبره، که حکومت او امنیتي ځواکونه لاس په کار نهشي ولسوالي به د طالبانو لاس ته به پرېوځي.
ولسوال زیاتوي، کمانډو، پاڅونوال او د عامهنظم ۲۵۰ تنه سرتېري په بشپړه توګه طالبانو محاصره کړي او تر اوسه د امنیتي ځواکونو درې تنه وژل شوي او ۹ ټپیان دي. هغه همداراز وویل، ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش وایي، د ګرزیوان ولسوالۍ کې پوره امنیتي ځواکونه شته او پهدې اړه هېڅ ډول اندېښنه نهلري.
دا پهداسې حال کې ده چې د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار بیا د ګرزیوان ولسوالۍ د وضعیت په اړه نا خبري ښيي.