د فاریاب بې‌ځایه شوي؛ یخنۍ او لوږې ۸میاشتنی ماشوم وژلی

د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ د وروستي جنګ له امله بې‌ځایه شوی عبدالرحمان سلام وطندار ته وویل چې د یخې هوا او لوږې له امله یې ۸میاشتني ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او مېرمن یې په خراب وضعیت کې په بستر پرته ده.

هغه زیاتوي چې اوسمهال یخه هوا او ډېره لوږه په خېمو کې د استوګنو کورنیو ۳۰۰ ماشومان د ګواښ تر کرښې لاندې راوستې دي.

د فاریاب ولایت د ولسوالیو له جنګونو تازه بې‌ځایه شوې کورنۍ ـ چې د جوزجان مرکز ته تللي ـ وایي، د خوراکي توکیو نه‌شتوالی، یخه هوا او د استوګنیځ ځای نه‌شتوالی د ماشومانو ژوند ته ستر ګواښ دی. د دوی په وینا، د حق‌اباد په کلي کې د ځای پرځای شویو کورنیو شمېر ۴۵۰ ته رسېږي.

تردي‌خال نومې د یو ماشوم مور وايي چې څو ورځې مخکې یې په همدې خېمه کې اولاد پيدا شو او اندېښمنه ده چې یخوا یې ژوند وانه‌اخلي.

هغه زیاتوي چې اوسمهال یې بچیان په بدحال کې دي او حداقل د ژوندي پاتې کېدو له‌پاره یې امکانات نه‌‌شته.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق په حق‌اباد کلي کې د ماشوم مړینه ردوي او وايي، محلي حکومت هڅه کوي چې بې‌ځایه شویو کورنیو ته د مرستې‌رسونې اسانتیا برابره کړي.

هاخوا بیا د جوزجان مدني فعالان وايي، که د دولت او مرستندویو موسېسو بې‌پامي همداسې دوام وکړي؛ انساني ناورین به پېښ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام