د فاریاب اوسېدونکي: که دوستم رانه‌وستل شي پاڅون کوو

د فاریاب ولایت سلګونو اوسېدونکیو د دې ولایت په مرکز میمنه ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرته له کوم شرط او ځنډ څخه هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم بېرته راستنېدوغوښتنه وکړه.

خبرداری ورکوي، که حکومت خپلو ناوړه سیاستونو ته د پای ټکی کې نه ږدي او هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدو زمینه برابره نه کړي، پاڅون به وکړي.

هغوی د فاریاب امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او حکومت یې د هېوادوالو ځاني امنیت خوندیتوب کې په پاتې راتلو تورن کړ.

یو تن اعتراض کوونکی جمال ناصر فرهمند وویل، په دې ورځو کې د فاریاب وضعیت ډېر ترینګلی شوی او هره ورځ د فاریاب ځوانان وژل کېږي خو دولت د هغوی د شهیدانو وینو ته هېڅ پام نه کوي.

د دغې غونډې یو تن بل ګډونکوونکی کنشکا ترکستاني وايي، د ښاغلي دوستم له حضور پرته، افغانستان کې د سولې ټینګښت شونی نه ده او حکومت باید پرته له کوم شرط او ځنډه جنرال دوستم هېواد ته راولي.

دا داسې مهال دی، چې فاریاب کې د ملي امنیت مطبوعاتو په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دغه غونډه یوازې په جنبش ګوند پورې اړوندیږي.

د ملي امنیت مطبوعاتو دفتر همدارنګه ویلي، د جنبش ګوند کسانو خلک او زده‌کړیالان په زوره دغې غونډې ته راوستي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام