د فاریاب ولایت امنیې قوماندان سید اقا اندرابي وايي، چې په دغه ولایت کې د انسان تښتولو پېښو شمېر زیات شوی دی او په دغو پېښو کې ځېنې امنیتي چارواکي لاس لري.
نوموړي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې امنیتي مسولین زیات وخت د داډول کارونو له پاره له دولتي موټرو (رنجر) څخه استفاده کوي.
اندرابي وویل، د انسان تښتولو زیاتې پېښې د دوی د خپلوان له خوا رامنځته کیږي او زیاته یې کړه، چې په تېره یوه میاشت کې دوی د تښتولو۱۴ پېښې ثبت کړي دي.
دی وايي، زیات وخت د پولیسو له تجهزاتو او یونوفرم نه په استفادې دا ډول جرمونه تره سره کیږي.
اندرابي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به دغه کسان په نښه کړي،عدلي او قضايي بنسټونو ته به یې وسپاري.
په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی نقیب الله فایق دغه خبر مني او وايي، چې دغه ولایت د ناامنیو ولایتونو څخه دی او په دې وروستیو کې د انسان تښتولو پېښې په کې زیاتې شوي دي.
ده، د کوم شخص او ځانګړې ډلې نوم وا نه خیست، خو ویې ویل، چې په دې پېښو کې مشخصې کړۍ لاس لري.
د فایق په خبره، تېره اونۍ هم د سرورزو یوتن سوداګر او یو ماشوم په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د موټرو په وسیله وتښتول شول او د پیسو اخیستلو په بدل کې بېر ته ازاد شول.
د فاریاب ولایت د عالمانو شورا مرستیال غلام نبي غفور وايي، چې د تښتولو په ځېنو پېښو کې د دغه ولایت د پولیسو حوزو ځېنې مامورین لاس لري.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، چې دغو پېښو اندښمن کړي دي او په ارام زړه ښار کې تک راتګ نه شي کولی.