د غور سوداګرې میرمنې: د خپلو زحمتونو ثمره نه‌شو ترلاسه کولی

د غور ولایت سوداګرې میرمنې وايي، سره له‌دې چې دوی حرفوي زده‌کړې هم کړي، خو بیا هم د دوی لاسي توکو له‌پاره بازار نشته او دغه ستونزه دوی له کاره ستړي کړې دي.

د یاد ولایت یو شمیر میرمنو چې اوس  حرفوي زده کړه کوي سلام وطندار ته وویل، که حکومت د دوی لاسي توکو  پلورلو له‌پاره په دغه ولایت کې بازار جوړ کړي، ډیرې اقتصادي ستونزې به یې حل شي

په غور ولایت کې د حرفوي کورس دوه زده کونکې فرښته او رابعه وايي، چې د ښځولاسي توکي هیڅ پرمختګ نه‌لري، که د دوی لاسي توکو پلورلو ته غرفې جوړې شي میرمنې په خپلو لاسونو ډیرې ښې غاړې ګنډي چې له ۵ تر ۶ زره افغانیو بیه لري.

د غور د ښځو چارو ریاست فرهنګي او ټولنیزو خدمتونو مدیره مهتاب خالدي وایي، چې په دغه ولایت کې ډيرې میرمنې دي، چې کورنیو او بهرنیو بنسټونو په حرفوي برخو کې روزلي لکه غالۍ اوبدل، خامک ګنډل، جامې ګنډل او نور، خو د بازار نشتوالي له امله    بیرته پر کورونو ناستې دي.

په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، چې ناسم دود او رواجونه او د ښځو په اړه ناسم لیدلوري له امله میرمنې نه‌شي کولی په عمومي بازار کې خپل لاسي توکي وپلوري.

د غور د والي ویاند ژمنه کوي، چې د ښځو لاسي توکو پلورلو له پاره به په دغه ولایت کې ځانګړی بازار جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام