د غزي او جاغوري پر لويه لار له لسو زیات هزاره مسافران د ناپېژندو وسله والو له لوري برمته شول.
د غزني ولايت ولايتي شورا غړی حسن رضا یوسفي رسنيو ته د پېښې د تاييد ترڅنګ ويلي، چې پر دغې لارې د امنيت نه شتون له وجې کله کله مسافر د داسې پېښو سره مخامخ کيږي.
د ويلو ده، چې له دې وړاندې شاوخوا ۳۰ نور هزارګان هم د هرات ـ کابل پر لويه لار د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې نيول شوي و، چې تر اوسه د مخالفو وسله والو سره په نامعلوم ځای کې ساتل کيږي.