د غزني امنیتي ځواکونه د داعش پر وړاندې

د غزني امنیه قومندان جنرال زړور زاهد وايي چې په افغانستان کې د داعش له پاره ځای نشته.

 نوموړي د غزني ولایت اندړو په ولسوالي کې له ګډو عملیاتو د لیدنې پر مهال وویل چې افغانستان سوریه او مصر نه دی، او داعش به دلته خپل فعالیت ونه کړای شي.

قومندان زړور زاهد وايي چې بریدګر که په هره بڼه او جامه کې راشي خو افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتیا نه لري.

 نوموړي وویل: "د غزني په مرکز او ولسوالیو کې مو د مخالفین او د هغو د جرړو د ویستو له پاره عملیات پیل کړي دي."

قومندان زړور زاهد سلام وطندار ته وویل: " په ځان که هر نوم ږدي هغه دې يې مبارک شي، طالب، القاعده او داعش مزدوران دي، هغوی پردي دي دوی چې هر نوم په ځان ږدي موږ يې په وړاندې ولاړ یوو."

سره له دې چې لوړ پوړي امنیتي مسوولین د غزني په ډېرو ولسوالیو کې د داعش د فعالیت خبر ورکوي خو د غزني امنیه قومندان زړور زاهد وايي، چې تر اوسه په غزني کې د داعش د فعالیتون څرک نشته، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

 له دې سره جوخت د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع سلام وطندرته د سلواغې پر۱۵مه  ته وویل: "له دوو میاشتو راهیسې د غزني دریو ولسوالیو ته عربان او پاکستانیان راغلي دي."

 جامع وايي چې دغه راغلې ډلې په لوړ تجهیزاتو او ښو امکاناتو مجهز د غزني ځینو کلیو ته راغلې دي.

 جامع وايي چې له دوی سره خورا قوي وسلې دي، هغه وايي: "دوی د غزني په ناوه، ګېرو او اندړو کې مېشت شوي، چې دهشکه، زکویک، ټانګ ضد راکټونه او داسې وسلې لري چې اردو او ملي امنیت يې نه لري. که يې مخه ونه نیول شي ښايي په غزني کې یو بحران رامنځ ته کړي."

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني هم وايي چې د غزني په ځینو سیمو کې بهرنی جنګیالي له کورنیو سره لیدل شوي دي.

 رحماني دسلواغلې پر ۱۶مه سلام وطندارسره په خبرو کې وویل: " ما د غزني له امنیه قومندان سره په مخامخ خبرو کې دا وویل چې جاغوري ولسوالي ته پنځه سوه تنه له خپلو کورنیو سره راغلي، دوی له ځانو سره تور بیرغونه لېږدوي او په فارسي او پښتو خبرې نه کوي."

رحماني وړاندې وايي، چې ولس له دوی سره کومه همکاري نه لري، خو دوی په داسې ځای کې مېشت شوي چې هلته افغان دولت واک نه لري، هغه وايي: "دوی د جاغوري او زابل تر منځ په خاک افغان سیمه کې فعالیت لري، چې هلته تر دې وړاندې هم طالبان فعال و او ښايي ځايي طالبانو ورسره لاس یو کړی وي."

د مرغومي په ۲۳ هم د جاغوري ولسوالي ولسوال ظفر شریف رسنیو ته ویلي و، چې جاغوري ولسوالي ته سلګونه بهرنيان له خپلو کورنیو سره ورغلي دي.

تر دې وړاندې د غزني ولایت والي هم ویلي و چې سلګونه شکمنې کورنۍ د کرښې له بلې غاړې د غزني ناوې او ګیلان ولسوالي ته راغلې دي. له بله اړخه امنیتي ځواکونه وايي چې خلک دې په موږ باور کړي او اندېښنه دې نه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام