د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژي پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي تېره ورځ د لویې څارنوالي د عدلي او قضایي مرکز پولیسو ټینګ او د څرخي پله زندان ته یې ولېږه.
د عبدالرزاق وحیدي مدافع وکیل محمدعلي فرهنګ سلاموطندار ته وویل، موکل یې په غیابي محکمه کې پر بند محکوم شوی او دې محکمې د حکم صادرولو لهپاره کافي او لازم شرطونه نه لرل.
د فرهنګ په وینا، محکمې د اساسي قانون د ۱۳۴مې مادې خلاف له عبدالرزاق وحیدي د څېړنې امر کړی او د قانون د همدې مادې پر بنسټ د محکمې قاضي پر نورو بنسټونو د دعوا اقامې امر کولو حق نهلري.
دی زیاتوي، سره له دې چې لویې څارنوالي پر عبدالرزاق وحیدي هېڅ راز تور نهدی موندلی، خو ابتدایه محکمې د وحیدي پر دوسیې ټینګار کړی او یواړخیز حکم یې صادر کړی.
فرهنګ د ابتدایه محکمې پر رییس شیراقا منیب تور لګوي چې د عبدالرزاق وحیدي له دوسیې سره یې عقدهیي چلن کړی دی.
فرهنګ زیاتوي، دوی د استېناف غوښتنه کړې او علني محکمه غواړي.
اړوند مطالب:
د وزیرانو ځانګړې محکمې د مخابراتو پخواني وزیر د تورونو څېړنه پيل کړه
د مخابراتو وزیر: د سیاسي دسیسې له امله مې دنده ځنډول شوې
په همدې حال کې د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق چې عبدالرزاق وحیدي د ده په ونډه کې وزارت ته رسېدلی و، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه محکمه او نیول کېدل دېکتې شوی او سپکوونکی کار بولي او دا موضوع غندي.
د اعلاميې یوه برخه کې لیکل شوي چې ولسمشر غني د خپلې ډلې فاسد چارواکي نه یوازې محاکمه کړي نهدي، بلکې پر مډالونو یې ستایلي دي.
په همدې حال کې د ملي امنیت پخوانی رییس او د ولسمشرۍ د راتلونکیو ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل پر ټویټر لیکلي، له عبدالرزاق وحیدي سره سیاسي او کمپایني چلن شوی دی.
بلهخوا د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکیو هم د عبدالرزاق وحیدي نیول او له ده سره د حکومت چلن حفیظالله امیني او استالینستي یاد کړی او ځینو نورو بیا دغه چلن عقدهیي ګڼل دی.
خو د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي سلاموطندار ته وویل، عبدالرزاق وحیدي په مالیې وزارت کې د اداري معینیت پر مهال د اختلاس دوسیې په تړاو نیول شوی دی.
د رسولي په خبره، عبدالرزاق وحیدي محکمې ته نهدی حاضر شوی.
رسولي د سیاستوالو او عبدالرزاق وحیدي د مدافع وکیل ادعاوې بېبنسټه بولي او وايي، د نوموړي د ماموریت پر مهال د یوه کس په ګټه او د دولت په زیان هوکړه شوې ده. یو کارت په بازار کې په درې افغانۍ چاپېږي، خو دوی په ۲۹ افغانیو قرارداد کړی دی.