دغه وزارت د تېرو درېیو اوونیو په لړ کې د کابل ښار په بېلابېلو سمیو کې د روغتونونو خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د څارنې په موخه یو پلاوی ټاکلی، چې د (می په ۹مه) یې د خپلې ارزونې راپور خپور کړ.
د عامې ورغتیا وزارت چارواکو په کابل په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په دغو درېیو اونیو کې د کابل ښار ۵۴ شخصي روغتونونه ارزول شوي دي.
د دغه وزارت وزیر فیزوز الدین فیروز زیاته کړه، چې له دغو ۵۴ روغتونونو څخه ۹ یې سر له همدې ورځې د غیر معیاري عملیات خونو، عاجل خونو، د زېږنتون خونو، د پرسونل کمښت او د نورو غیر معیاري روغتیایي خدمتونو نه لرلو له امله وتړل شول.
ښاغلي فیروز زیاته کړه، دغه روغتونونه تر هغه وخته پورې د فعالیت حق نه لري، چې خپل روغتیایي خدمتونه معیاري نه کړي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د شخصي روغتونونو بازار تود شوی دی؛ خو یو شمېر خلک بیا د ځېنو هغو له خدمتونو نه خوښ نه ښکاري.
دغه راز ښاغلي فیروز وویل چې له ۵۴ روغتونونو څخه ۲۸ روغتونونه یوازې د بستر او عملیاتولو حق نه لري.
د عامې روغتیا وزیر ټولو شخصي روغتونونو ته خبر داری ورکړ، که چېرې روغتیایي خدمتونه معیاري نه کړي؛ د فعالیت جواز به ترې واخیستل شي.
په همدې حال کې د عامې ورغتیا وزیر وویل، چې ۴۰ هغو بهرنيو کمپنیو چې بی کیفیته درمل یې هېواد ته واردول؛ د سوداګرۍ جواز واخیستل شو او له دې ورسته حق نه لري، چې افغانستان ته بی کیفیته او غیر معیاري درمل وارد کړي.
د افغانستان پولو نه کنټرول او په ګاونډیو هېوادو کې د دارو درملو تولید، د بې شمېره کمپنیو فعالیت له امله د ځېنو رپوتونو له مخې هېوادو ته له قاچاقي لارو بیخي ډېر دارو درمل واردېږي.
ښآغلي فیروز زیاته کړه، که چېرې له دې وروسته هم کومه بهرنۍ کمپنۍ افغانستان ته بې کیفیته درمل وارد کړي؛ له هغوی به د سوداګرۍ جواز واخیستل شي او نور اجازه نه لري، چې افغانستان ته درمل ولېږي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د ناروغانو ۶٪ لګښت د دولت له خوا، ۲۴٪ مرستندویه هېوادونو او ۷۳٪ نور مالي لګښت په خپله د ناروغانو له جیب څخه لګول کېږي.
اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۸۵ دولتي او ۳۱۹ شخصي روغتونونه فعالیت کوي، خو بیا هم د عامې ورغتیا وزیر وایي، د افغانستان ۵۰٪ خلک چې په لرو پرتو سمیو کې ژوند کوي؛ روغتیایي آسانیتاوو ته لاسرسی نه لري او دغه راز، افغانان د تخصصي خدمتونو ترلاسه کولو په موخه هر کال په ناروغیو په بهر کې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګوي.