د عامرخان ” دنگل” فلم کامیاب شو؛ په یوه ورځ ۲۰۰ کروړو خلکو لیدلی

عامرخان د هندوستان بالیووډ فلمونو هغه لوبغاړی دی، چې ځان د خاص قشر شایقین لري.

هغه په کال کې یو فلم جوړوي او پر کېفيت يې خورا زحمتونه باسي، چې سږکال د نوي کال په پېلېدو سره يې د "دنگل" فلم نندارې ته وړاندې کړ، چې د ځينو وړاندوینو برعکس کامیاب فلم شو.

دی په هر زیږدیز کال کې یو فلم جوړوي او هدف يې د ټولنې په ټيټه کچه فکر لرونکي خلک نه دي.

دی په بالیووډ فلمونو کې ابتکاري کارونه زیات کوي، نو ځکه ورته مسلکي مغز لقب هم ورکړل شوی دی.

د هغه سږنی دنګل فلم په یوه اوونۍ کې له ۲۰۰ کروړو ډېرو خلکو ولید.

خلک يې د فلم ستاینه کوي او وايې، چې واقعاً دی یو ښه فلمي اداکار دی.

فلم جوړوونکی رام‌ګوپال ورما ډېر مشهور شخص دی، خو ده قسم کړی و، چې نور به له عامر خان سره په فلمونو کې کار نه کوي.

هغه د عامر خان د دغه فلم له کتلو وروسته د هغه د پښو مچولو هيله کړې.

خلک ځکه د عامر فلم کامیابېدو ته د شک په سترګه کتل، چې تقریباً پر ورته موضوع سلمان‌خان وتلي فلمي لوبغاړي هم کار کړی و.

د هغه سلطان فلم له خپرېدو وروسته خلک داسې فکر کاوه، چې نور به د عامرخان فلم خلک نه‌ګوري، ځکه ټریلر يې هو به هو ښکارېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام