د طالبانو نظامي مسوول د میدان وردګو د امنيې قوماندان په رنجر کې نیول شوی

قاري ظاهر د طالبانو هغه نظامي مسوول دی، چې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري په بغلان کې د پوځي عملیاتو پر مهال ټپي شوی و.

د ده د لټولو له پاره زیاتې هڅې وشوې، خو هیڅ څرک يې و نه لږېد؛ ترڅو چې د طالبانو په منځ کې دغه پېژندل شوی څېره د میدان وردګو ولایات امنيې قوماندان خلیل اندرابي په رنجر کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا نیول کيږي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو مسوول قاري ظاهر نن یکشنبه(جون ۱۹مه) د خلیل اندرابي په رنجر موټر کې په بغلان ولایت کې نيول کيږي.

داسې ویل کيږي، چې قاري ظاهر پلان درلود، څو د اندرابي په رنجر کې ځان د پلازمينې کابل امن ځای ته ورسوي.

د بغلان امنیتي مسوولین وايي، چې د طالبانو دغه امنیتي مسوول يې سره د دوو نورو کسانو د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې نیولي دي.

د بغلان د خنجان ولسوال لطف الله عاطف د سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو دغه نظامي مسوول د ملي امنیت د چارواکو له خوا نیول شوی دی.

د بغلان د ملي امنیت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې د قاري ظاهر سره يې دوه نور کسان هم نیولي دي.

هغه ویلي، چې ظاهر د میدان وردګو ولایت د امنيې قوماندان خلیل اندرابي د فامیل سره نږدې اړيکې لري او خپلوان يې کيږي.

سلام وطندار هڅه وکړه، چې په دې اړه د میدان وردګو ولایت د امنيې قوماندان خلیل اندرابي نظر هم واخلي، خو کله چې خلیل اندرابي ته د سلام وطندار د خبریال له لوري موضوع ویل کيږي، نو سم دلاسه ټېلفون پرې قطع کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام