د طالبانو له نوي مشر سره د ملا عمر د کورنۍ اختلاف پای ته ورسېد

وسله والو طالبانو د یوې خبر پانې په خپرولو سره د ملا عمر د ورور او مشر زوۍ د ملا اختر منصور سره د بیعت خبر ورکړ.

ددې خبرپاڼې پر اساس د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان او زوۍ ملا محمد یعقوب نن( چهارشنبه) په یو ې ناستې کې د ملا منصور او د زیات شمېر لوړپوو قوماندانو په موجودیت کې د خپلې ټولې ډلې او کورنۍ په استازولۍ له ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ.

خو طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې، چې دا ناسته چرته جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې د ملا عمر د زوۍ او ورور د بیعت د ځنډ لامل(خاص مصلحت) په ګوته کړی، چې "د خیر په نیت" و.

هغوی همدا ډول زیاته کړې، چې د طالبانو له نوي مشر سره به پوره همکاري کوي او په دې لاره کې به له هیڅ ډول" قربانۍ او فداکارۍ" مخ ونه ګرځوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې عبدالمنان او محمد یعقوب له طالب وسله والو غوښتي، چې د وسله والو طالبانو په لېکو کې دې پاتې شي او هر ډول اختلاف دې له منځه وباسي او هغه کسان چې د بیغت په اړه د ملا عمر کورنۍ ته په تمه و، هغوی دې له ملا منصور سره بیعت وکړی.

همدا ډول په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور د ډلې غړو ته ډاډ ورکړی، چې په ټولو پرېکړو کې به د ملا عمر کورنۍ سره مشوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (سه شنبه) ناوخته پاکستاني رسنيو په بهرنيو چارو او د امنیت په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز له قوله لیکلي، چې پاکستان په دې لټه کې دی، چې د افغانستان د سولې پروسه بیا له سره پیل شي.

د پاکستان د سنا په مجلس کې عزیز ويلي، چې د سولې د خبرو شروع کېدل او نه شروع کېدل د افغان حکومت پورې اړه لري.

د سرتاج عزیز له دې څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ملا اخترمحمد منصور غواړي، خپل قدرت زیات کړي او افغان حکومت سره د ځنډېلو خبرو لړۍ بیا پیل کړي.

د طالبانو ترمنځ اختلافات هغه مهال زیات شول، چې د ملا عمر د مرګ له خبر یوه ورځ وروسته ځینو طالب مشرانو ملا اختر محمد منصور د ملاعمر د ځای ناستي په توګه وټاکه، خو بیا ځینو نورو هغو یې له دې ټاکنې سره مخالفت وکړ.

په همدې حال کې راپورونه خپاره شوي، چې ملا منصور د ناراضي طالب مشرانو د پخلا کولو له پاره زیاتې هڅې وکړې، څو ورځې وړاندې هم پاکستاني راسنيو خبر ورکړ، چې د طالبانو نوي مشر یو استازی د قطر د دفتر د غړو رضایت له پاره دوحې ته لېږلی دی.

خو لا هم معلومه نه ده، چې ملا اختر منصور په څه ډول وکولی شول، چې د ملا عمر دکورنۍ ملاتړ ترلاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام