د طالبانو له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته ښځو او نجونو د دموکراسي تر سیوري لاندې د څه ناڅه ازادیو او لومړنیو حقونو لکه د زدهکړو او له کوره بهر کار اسانتیا بیاموندله.
پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ تجربې کیسې چې یادېږي؛ د ښځو ازادي په تېره د نجونو د زدهکړو په اړه راټوکېدلې هیلې په ناهیلې بدلېږي.
اوس چې د طالبانو راتګ او سولې خبرې اترې تودې شوي؛ یو ځل بیا د ښځو پنځه کلن ټپونه راتازه او ټولیزه اندېښنه راپورته کوي.
ورته مطالب:
غني: سوله يواځې په بهرنيو مذاکراتو نه شي راتلی
پاکستان ته د ولسمشر غني خبرداری
خو د پوهنې سرپرست وزیر او له طالبانو سره د دولت مرکچي پلاوي غړي میرویس بلخي سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې د زدهکړو موضوع لومړیتوب لري.
د ښاغلي بلخي په وینا، که پهدې خبرو کې د ښځو او نجونو د زدهکړو موضوع مطرح شي؛ هوکړه به ناشونې وي.
په همدې حال کې د ښځو حقونو ځېنې فعالانې د سولې بهیر سره د طالبانو یو ځای کېدو او او سولې وروسته د ښځو ناڅرګند دریځ په اړه اندېښنمې دي.
د ښځو او ماشومانو حقونو څېړنیز بنسټ رییسه زرقا یفتلي وایي، افغانې ښځې ډېرې کړېدلي او په خبرو اترو کې د هغوی ځای ځایګي ناڅرګند او د سولې بهیر سره د طالبانو له یوځای کېدو وروسته، د دغه پاړکي پر برخلیک لوبې دي.
د اغلې یفتلي په وینا، ښځې تمه لري چې ۱۷ کلنې لاستهراوړنې او اساسي حقوق یې د سولې قرباني نه شي.
دغه راز، ځېنې هغه مېرمنې چې په دولتي او خصوصي بنسټونو کې کار کوي وایي، ښځو ځای ځایګی، د نجونو د زدهکړو څرنګوالی، په ټولنه او کار ځای کې د هغوی حضور حق باید د سولې په خبرو اترو کې راپورته شي.
ښځو چارو وزارت معینه نبیله مصلح وایي، سره لهدې چې سوله د ټولو خلکو غوښتنه ده؛ خو دا سوله باید د عدالت او د هر ډول تبعیض نه د پاکوالي ترڅنګ د برابرۍ پر بنسټ ولاړه وي.
له بل لوري زدهکوونکې نجونې هم وېره لري چې د طالبانو له راتګ سره یوځل بیا د هغوی د رژیم په څېر د دوی د زده کړو خنډ ونه ګرځي.
که څه هم د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو لهپاره په ټاکل شوي پلاوي کې دوې ښځې هم ځای کړي؛ خو طالبان تر اوسه له دوی سره خبرو ته نهدي حاضر شوي.
لهدې حالت سره بیا هم د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو اندېښنه پر ځای پاتې چې طالبان په کوم بدلون او غوښتنو سره قدرت ته راستنېږي.