د طالبانو تر محاصرې لاندې په شېرین تګاب ولسوالي کې د ۳۰۰ پوځي سرتېرو د بند پاتې کېدو په تړاو د سلاموطندار د راپور تر خپرولو وروسته، د ۲۰۹ شاهین قولاردو د یوې اعلامیې په خپرولو سره سلاموطندار د امنیتي ځواکونو د روحیې پر کمزورۍ تورن کړ.
۲۰۹ شاهین قولاردو په یاده اعلامیه کې په شېرین تګاب کې د ۳۰۰ پوځي سرتېرو د کلابندۍ موضوع رد کړه او ويې ویل چې د شېرین تګاب ولسوالي امنیت تامین او پهکې شته امنیتي ځواکونه له هېڅ ستونزې سره مخ نه دي.
خو د سلاموطندار راډیو د راپور له خپرېدو نږدې یوه اوونۍ وروسته تېره ورځ د دې ولسوالي پر امنیه قوماندان د شېرین تګاب په بازار کې برید وشو.
د فاریاب د امنیه قومانداني ویاند عبدالکریم یورش سلاموطندار ته وویل چې د شېرین تګاب ولسوالي امنیه قوماندان میرحمزه شېرزاد له خپل یوه ساتونکي سره د ولسوالي په بازار کې تر یوه برید وروسته ټپي شو، خو بریدګر هم وروسته ووژل شو.
اړوند مطالب:
شاوخوا ۴۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي
فاریاب؛ طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور یوه ښځه وژلې
د فاریاب شېرین تګاب ولسوالي د میمنې – مزار شریف پر لویه لار پرته ده چې د سیمهییزو چارواکیو په خبره، د یادې ولسوالي هېڅ کلی د دولت په واک کې نه دی.
د سلاموطندار د مخکیني راپور له مخې، طالبان د دې ولسوالي ۲۰۰ مترۍ ته را رسېدلي دي.
همداراز د دې ډلې غړي چې هر وخت وغواړي، د یادې ولسوالي بازار ته نږدې د تلاشي پوستو په جوړولو سره د خلکو پر ځورونه لاس پورې کوي.