د شپږ نورو کډوالو جسدونه نن ماښام کابل ته را لېږدول کېږي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په وان سیند کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو شمېر ۶۱ ته رسېدلی چې ۳۴ هغه یې د افغانستان اوسېدونکي دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وايي، تر اوسه ۱۷ جسدونه هېواد ته را لېږدول شوي او شپږ نور به هم نن ماښام کابل ته راوړل شي.

نوموړي چې نن په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، شپږ نور جسدونه به هم سبا کابل ته را ولېږدل شي.

هغه زیاتوي، د پاتې پنځو نورو قربانیانو جسدونه د هغوی د کورنیو په غوښتنه د ترکیې په وان کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ګران وايي، د ترکیې په وان کې د افغانانو د جسدونو پېژندلو او هېواد ته یې د را لېږدولو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې د افغانستان سفات هڅې له یادې پېښې راهیسې روانې دي.

یوه کښتۍ چې ۸۰ کډوال یې لېږدول شاوخوا یوه میاشت مخکې د ترکیې په وان سیند کې ډوبه شوه چې تر اوسه یې د ټولو قربانیانو جسدونه له اوبو نه دي را اېستل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام