د شمالي کوریا د هستوي ازمایښتنو له درولو د نړۍوالو هرکلی

د شمالي کوریا د هستوي ازمایښتونو درولو د نړۍ‌والو مثبت غبرګون راپارولی. اروپايي ټولنې د شمالي کوریا دا کار مثبت ګام ګڼلی دی. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني وايي، هیله لري چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته احترام وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ په‌خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د شمالي کوریا د هستوي ازمایښتنو ودرول هم شمالي کوریا او هم نړۍ ته ښه خبر دی.

چین هم د دې پرېکړې هرکلی کوي او دا کړنه په کوریا او سیمه کې د جنګ د کموالي او خلع سلاح په پار ګټور بولي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت هم هیله ښودلی چې د شمالي کوریا دا کار به ښه نیت او خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

د شمالي کوریا د رسنیو په حواله، د دې هېواد ولسمشر کیم‌جون اونګ ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې د دې هېواد ټول وګړي او ګوندونه د اقتصادي پرمختګونو په اړه فکر وکړي.

کیم‌جون اونګ ویلي چې هېواد یې نور د هستوي وسلو ازمایښتونو ته اړتیا ځکه نه‌لري چې دوی د هستوي وسلو په برخه کې خپلو ټولو موخو ته رسېدلي دي.

د سویلي کوریا ولسمشر مون جي ان او د شمالي کوریا ولسمشر کیم‌جون اونګ ترمنځ له تیلیفوني اړیکې وروسته دا پرېکړه اعلان شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام