د افغانستان په استازیتوب په سویلي اسیا فوټبال کلپونو کې لوبه کوونکي (د سپین غربازان) فوټبال لوبډلې د افغانستان په کچه د اتلولۍ وروسته له هیواده بهر هم لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سپین غر بازان لوبډلې بیګا شپه د (شیخ کمال) ترنامه لاندې د فوټبال په نړیوال ټورنمنټ کې د يوې په زړه پورې لوبې وروسته د کوربه بنګله دیش (ډهاکه محمدان) لوبډله( ۱ / ۰ ) ګول له ماتې سره مخ کړه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې د افغانستان له پاره لومړې او یواځینې ګول (انوراکبري) د لوبې په لومړۍ نیمایي ۳۳ مه دقیقه کې ترسره کړ.
د لومړۍ سیالۍ په ګټلو سره د سپین غر بازان لوبډلې لوبغاړي انور اکبري ته ۵ سوه ډالره او پخپله د سپین غر بازان لوبډلې ته ۱۰۰۰ ډالره دانعام په توګه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د بنګله دیش په چټاګانګ ښار عزیز نړېوال فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د زیات شمیر افغان محصلینو لخوا هم ننداره او بدرګه شوه.
د اعلان شوي مهال ویش له مخې به دافغانستان څخه (د سپین غربازان) فوټبال لوبډله سبا خپله دوهمه لوبه په لومړي ګروپ کې له هندۍ (کلکته محمدان) لوبډلې سره ترسره کړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د سبا ورځې سیالۍ به دافغانستان په وخت ماښام ۶ بجې د بنګله دیش په محمد عزیز فوټبال نړیوال لوبغالي کی ترسره شي.
د سویلي اسیا مخکښه فوټبال کلپونو ترمینځ د شیخ کمال ترنامه لاندې د فوټبال ټورنامنټ د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه پیل او په ۳۰ مه نیټه به داتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته ورسیږي.
د سیالیو د چارواکو په وینا، ددې ټورنمنټ اتله لوبډله به ۲۵ زره امریکایي ډالره، دویم مقام ګټوونکي لوبډله ۱۰ زره امریکایي ډالره او هره ګډون کوونکې لوبډله ۶ زره امریکایي ډالره د انعام په توګه ترلاسه کړي.