د سولې خبرو اترو د پېل له پاره زمينه مساعده نه ده

د ولسمشر د ویاند مرستيال سېد ظفر هاشمي وايي، چې تر اوسه د سولې په خبرو اترو کې د افغان پلاوو د مستقيمې برخې اخیستنې او د دغې پروسې د افغاني کولو له پاره شرایط مناسب نه دي.

هغه وايي، چې هرکله دغه مسایل حل شول، نو د وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې اترې پېل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال په داسې حال کې د سولې خبرو اترو په باب شرایط مناسب نه بولي، چې د نوي حکومت د پېل راهیسې تر اوسه د وسله والو طالبانو سره څلور ځلې د سولې په تړاو رسمي او غېر رسمي ناستې شوي دي.

دوې غونډې د پګواش په نوم د سولې په تړاو د نړېوال بنسټ له لوري او دوې نورې ناستې يې په ناروې هېواد کې ترسره کړي دي.

همدارنګه په پام کې ده، چې په ډېر نژدې راتلونکي کې د چين د سينګیانک ایالت په مرکز ارومچي کې هم له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وشي.

خو د افغان دولت له لوري دغه ډول ناستې په ځلونو غېر رسمي بلل شوي.

افغان حکومت ویلي، چې په دغو ناستو کې ګډون کوونکي افغانان په رسمي ډول د افغان حکومت استازيتوب نه کوي.

په همدې حال کې بیا د ولسمشر ویاند د سولې خبرو اترو په اړه خوشبينه دی او هيله ښيي، چې په راتلونکي لنډو ورځو کې به د سولې خبرې اترې پېل شي.

هاشمي وویل، هر بنسټ، شخص او يا ډله، چې غواړي د سولې خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي، نو افغان حکومت به ورته هرکلی ووايي.

له بل لوري بیا د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې د پاکستان حکومت به په نژدې راتلونکي کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو له پاره زمينه برابره او دغه دواړه خواوې به په يوه میز کې سره کېښينوي.

پاکستان په ځلونو د وسله والو طالبانو سره خبرو اترو په موخه افغان حکومت ته کلکې وعدې ورکړي، خو په عمل کې بیا د ثابتولو په برخه کې پاتې راغلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني مرستیال جاوید لودین تېره شپه د یوې خصوصي ټلويزیون سره په خپله مرکه کې وویل، چې دی د سولې خبرو اترو ته خوشبينه دی، خو د پاکستان پر کړو وعدو د عمل په برخه کې بې باوره دی.

هغه وايي، باید د افغان حکومت له وروستيو هڅو ملاتړ وشي، خو د پاکستان د عمل او وعدو په برخو کې شک لري.

د ملي امنيت پخوانی مشر امر الله صالح هم وویل، چې پاکستان د سولې په برخه کې د افغان حکومت سره  د غېر متوازن اړيکو ټينګول غواړي او د دوی دا غوښتنه به هيڅکله هم افغانانو ته د منلو وړ نه وي.

اخوا د اجرايوي رییس وياند جاوید فېصل د حکومت د وياندويانو په غونډه کې وویل، چې تر اوسه پاکستان د افغان حکومت پر غوښتنو عمل نه دی کړی.

فېصل زياته کړه، چې پاکستان هيڅکله له افغان حکومت سره په خپلو کړو وعدو وفا نه ده کړې.

وړاندې له دې، چې طالبانو کومې ناستې، د سولې عالي شورا د غړو سره درلودې ځينې وړاندیزونه يې د سولې خبرو اترو د پېل په هدف کړي وو.

د راپورونو پر بنسټ د دوی ځينو مشرانو ازادول، د افغانستان په اساسي قانون کې تغېر او له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل د دوی له اساسي شرطونو څخه وو.

خو افغان حکومت اساسي قانون، بشري حقونه او په تېرو ۱۳ کلونو کې د حکومت لاسته راوړنو خونديتوب يې له خپلو سرو کرښو یاد کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګول د خپلو کارونو له اړينو لومړيتوبونو څخه بولي.

ده وسله وال طالبان سولې خبرو اترو ته د هڅولو په موخه څو وارې، عربستان، پاکستان او چين هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام