د «سواد لښکر» په نوم د سواد زده‌کړې بهیر پیل شو

پوهنې وزارت او د «مجتمع جامعه مدني» په نوم یوه مدني بنسټ نن (یکشنبه) کابل کې د «سواد لښکر» په نوم د سواد زده‌کړې ملي پروګرام په رسمي ډول پیل کړ.

د مجتمع جامعه مدني بنسټ د پروګرامونو مدیر ایوب شهریار په‌دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، د یاد پروګرام طرحه یې جوړه کړې او اوس‌مهال په یوشمېر ولایتونو کې پلې شوې هم ده.

د نوموړي په وینا، د دې پروګرام لړۍ به د هېواد ۳۴ ولایتونو ته وغځوي چې له مخې به یې د بې‌سوادۍ کچه څه‌ناڅه راټیټه کړي.

شهریار زیاتوي له حکومت سره په ګډه دا ملي پروګرام لومړی په کابل، هرات، بلخ او بامیان ولایتونو کې پیلوي چې یوازې کابل کې یې له‌پاره د سواد زده‌کړې ۱۶۷ مرکزونه جوړ شوي دي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت، سواد زده‌کړې معین سردارمحمد رحیمي وویل، که څه هم د لیک او لوست زده‌کړې برخې کې ځینې امنیتي، فرهنګي، سیمه‌ییز او نور خنډونه شته، خو په وینا له‌پاره یې باید په ګډه کار وشي.

د رحیمي په وینا، په‌دې اړه یې د «ملي بسیچ» طرحه جوړه کړې، خو د عملي کولو له‌پاره یې باید مدني ټولنې د حکومت ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي احصایې پخوانیو شمېرو له مخې، افغانستان کې له ۱۵ کلنۍ لوړ شاوخوا ۳۸ تر ۴۰ سلنه کسان لوستي او له ۵۸ تر ۶۰ سلنه نور یې نالوستي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام