د سمنګان ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري سلام وطندار ته وویل چې طالبانو په یو برید کې د دې ولایت د امنیت امر حاجي خواني طاهري د لسګونو دولتي ځواکونو په ګډون د دې ولایت په درهصفوف ولسوالۍ کې وژل شویدی او زیاته یې کړه چې په لسګونو پولیس نادرکه شوي هم دي.
ښاغلی سروري وايي، دا نښته د زرکي په سیمه کې د شپې دوې بجې پیل شوې وه او تر سهاره يې دوام درلود او د دې پېښې ډېر زیان ملي پولیسو ته اوښتی دی.
په ورته وخت کې یوې بلې دولتي سرچینې سلام وطندار ته ویلي چې پهدې پېښه کې له ۳۰ ډېر دولتی ځواکونه وژل شويدي او طالبانو د امنیتي ځواکونو له ۵ ډېرو موټرو ته اور اچولی دی. د دې سرچینې په باور، پهدې پېښه کې د سمنګان د ملي امنیت مرستیال له نورو دولتي ځواکونو سره نادرکه دی.