د سرپل ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د کوهستانونو ولسوالي بېرته حکومت نیولې ده.
د سرپل ولایت د امنیه قومندان محمد اصف جبار خېل نن سهار د (اګست په ۲۸مه) په ټیلفوني لیکه سلام وطندار ته وویل، چې د کوهستانونو ولسوالي په نیولو سره وسله والو طالبانو له سیمې نه تېښتېدلي دي.
کوهستانونه د سرپل هغه ولسوالي ده، چې څو ځلې وسله والو طالبانو نیولې خو له څو ورځني ځنډ وروسته بېرته د افغان حکومت لاسته ورغلې ده.
نوموړي وايي، چې دمګړۍ امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د علف سفید سیمې د تګ راتګ لاره، چې وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې ده؛ بیا ځلي خلاصه کړي.
جبارخېل وویل، د دوی هڅه داده، چې په کوهستانونو کې د پولیسو لپاره دویم ځلي پوستې جوړې کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې په شمال کې د وسله والو د ځپلو لپاره تللی؛ تېره ورځ له ۲ زرو پوځیانو سره کوهستانونو ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره فاریاب ولایت ته تللی وو او دغه ولسوالي یې بېرته له وسله والو ونیوله.