د زابل تاريخي اثار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي

د زابل ولایت فرهنګي مسوولين وايي، چې د دولتي چارواکو د نه پاملرنې له امله د دغه ولایت ټول تاریخي اثار او ابدات د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی خبر داری ورکوي، که دولت جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو د افغانستان په ځانګړي توګه د زابل ولایت د خلکو د هويت او پېژندلو ثبوتونه به له خاورو سره خاورې شي.

د زابل ولایت په اړه تاريخ داسې ليکي، زابل یا زاول د زاولي قبیلې ټاټوبی و، چې زابلستان هم ورته ویلو.

دا قبیله د یفتلي قبایلو یوه ډېره مهمه قبیله وه، چې د هندوکش په جنوب کې د غزني په شاوخوا کې يې یوه پراخه سیمه نیولې وه.

دغه قبیلوي نوم په مسکوکاتو یا اداري کاغذونو کې د کوشان د زمانې په یوناني رسم الخط (زوبل)، په برهمي رسم الخط کې (جیوبله) یاد شوی دی.

خو د راپورونو پر بنسټ، په دې وروستيو کې د جګړو او نا امنیو له امله دغه ولایت ته د مرکزي دولت پاملرنه کمه شوې او د ګاونډيو ولایتونو پر پرتله په کې د بیا رغونې او خوندیتوب چارې په کمه کچه ترسره شوې دي.

چارواکي وايي، په زابل کي ۲۵ مقدس ځايونه، چې هغه هم کلکې څارنې ته اړتیا لري؛ له دوی سره د خلکو په همکارۍ ثبت شوې دي.

روڼ اندي د تاریخي ابداتو او تاریخي مقدسو ځایونو ساتنه ډېره اړینه ګڼي او زیاتوي، په داسې ځایونو پورې د خلکو تاریخ، کلتور او پېژندنه تړلې ده.

استاد محمد اسماعیل تاریخي ابدات ژوندی تاریخ او ساتنه يې د هرافغان ملي وجیبه ګڼي.

د نوموړي په وينا، تاریخي ابدات د یو هېواد او یو ملت تاریخي هویت ثابتوي او په خبره يې دا په اثبات رسوي، چې یاد ملت او یا هم هېواد څومره تاريخي قدامت لري.

د کندهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي محصل غلام محمد، چې اصلاً د زابل ولایت اوسېدونکی دی، همدغه خبره کوي او وايي، د دوی په ولایت کې تاریخي ابداتو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

نوموړی اندېښنه ښيي، که له تاریخي ابداتو سره داسې بې غوري روانه وي؛ نو په زابل کې به تاريخي او فرهنګي ودانۍ له منځه لاړ شي.

د ده په قول، چې دا به لوی فرهنګي ناورين وي.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور مسولین هم په دې اند دي، وايي، له وزارت څخه يې په وار وار غوښتنه کړې، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

تر اوسه په دغه ولایت کي پنځه تاریخي ابدې؛ د نازو انا کور، د مرکز کلات بالاحصار، د غشي څلی، صاحب خان غونډۍ او سنګر جمال خېل له اطلاعاتو کلتور ریاست سره ثبت شوي دي.

د دغه ریاست مسولین وايي، نور ابدي ځایونه هم شته، خو د امکاناتو د نه شتوالي له امله دوی نه دي توانېدلي، چې دغه معلومې تاریخي ابدې، چې اوسنی حالت يې د اندېښنې وړ دی، وساتي.

د یاد ریاست مسول مقیم افغان سلام وطندار ته وویل، پرله پسې مکتوبونه يې لېږلي، خو تراوسه هيڅوک هم دغه ولایت د تاریخي ابداتو او مقدس امکانو د حالت څېړنې په موخه نه دي راغلي او نه يې هم ځواب ترلاسه کړی دی.

د یادو تاریخي اثارو په ګډون، زابل د افغانستان هغه ولایت دی، چې د غونډانو تاريخي غر، غوره مرغه، د کچرو تاریخي لاره، د سيوري په ولسوالۍ کې د پښتنو بولان تاريخي مقبره، د خان صاحب تپه،  سورتاک، سنګر جمال او خورا نورې زياتې مهمې تاريخي سيمې یې د يادونې وړ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام