د زابل ولایت مرکز کلات ښار ځېنو اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو موټرې پهدې ولایت کې ترافیکي اصول نه مراعتوي او که پولیسو ته د ټرافیکی اصولو د مراعت په اړه څه ووايي؛ نو له سخت غبرګون سره مخېږي.
د کلات ښار دوو اوسېدونکیو صفتالله او کشمیرخان له حکومته غوښتنه کوي چې د دې خپلسریو مخه ونیسي او امنیتي ځواکونو ته دې لارښوونه وکړي چې ترافیکي اصولو ته غاړه کېږي.
دوی ادعا کوي چې امنیتي ځواکونه خپلې موټران په ښار کې د هټیو مخې او پلي لارو کې دروي او یا یې په ډېر سرعت په غلطو لارو چلوي چې دې چارې ښار له ستونزو سره مخ کړیدی.
دغه راز، په مرکز کلات کې د ټرافیکو مدیر سمونوال عبدالاحد افغان هم دغه ستونزې تاییدوي او وايي چې دغه ستونزه يې له امنیتي بنسټونو سره شریکه کړې؛ خو تراوسه چا د دې کار د نه تکرارېدلو ډاډ نهدی ورکړی.
ښاغلی افغان د دې ستونزې هوارۍ په برخه کې د خلکو او امنیتي بنسټونو همکاري اساسي شرط بولي.
د زابل ولایت د اوسېدونکیو شکایت او ترافیکو ستونزه مو د دې ولایت امنیت امر ښاغلي غلامجیلاني فراهي سره شریکه کړه. دی وايي، له ټرافیکي پولیسو سره همکار دي او پولیس پهخپل منځ کې ستونزې نه رامنځته کوي.
د نوموړي په وینا، د امنیتي مسوولانو په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ترافیکو اصول تر پښو لاندې کړي.
له کلات ښاره په نورو موټرو او نقلیه وسایطو سربېره د کابل ـ کندهار لویه لار هم تېره شوې چې لهدې لاري غزني، وردګ او خپله د یاد ولایت ولسوالیو ته هم موټرې تګ ـ راتګ کوي.