کابل ته د روزګان ولایت څخه یو شمیر راغلي محصلینو سلام وطندارته وویل، چې شاوخوا دوه میاشتې له درس ویلو وروسته د لوړو زده کړو وزارت له لوري مکتوبي احوال ورکړل شوی چې په دغه ولایت کې د شرعیاتو پوهنځی په وزارت کې رسمیت نه لري او لغوه شوی دی.
د روزګان ولایت د لوړو زده کړو موسسې ته سږکال د شرعیاتو پوهنځي ۷۰ محصلین له بیلا بیلو ولایتونو ورکامیاب شوي دي.
په همدې موخه نن چهارشنبه(می۲۵مه) کابل کې د روزګان پوهنتون یوشمیر محصلینو، چې د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي و سلام وطندارته وویل، د کانکور له سختې ازموینې وروسته سږکال د شرعیاتو پوهنځي ته بریالي شوي، خو له دوه میاشتو وروسته لوړو زده کړو وزارت مکتوب لیږلی چې شرعیاتو ته بریالي شوي محصلین دې د کرنې، ښوونې او روزنې په پوهنځيو وويشي.
دغه محصلین وايي، چې دوی د شرعیاتو پوهنځی د ۱۳۹۴ م لمریز کال د کانکور په ازموینه کې انتخاب کړی و، خو اوس د لوړو زده کړو وزارت له لوري لغوه اعلان شوی دی.
له روزګان څخه کابل ته یو شمېر راغلي اعتراض کوونکو له ډلې یو تن د حسام الدین په نوم وايي :" د کابل اوسیدونکی یم او د روزګان ولایت د شرعیاتو پوهنځي لومړي کال محصل یم سږکال زه بریالی شوم خو اوس رېیس دپوهنتون را ته وویل چې ستاسو د پوهنځي منظوري نه ده راغلې."
همدارنگه بل تن د صفت الله په نوم وايي، چې " پرموږ یې هلته دوه میاشتې تېرې کړي، خو هیڅ درس مو نه دی لوستی که دلته شرعیات نه وي باید نورو ولایتونو کې موږ ته تبدلي راکړي، ځکه موږ د کانکور له ازموینې څخه بریالي شوي یو قانوني حق لرو."
دغه اعتراض کوونکي زیاتوي، د روز ګان د لوړو زده کړو موسسه د کندهار پوهنتون د رېیس تر واک لاندې کار کوي او هغه رېیس هم نه غواړي چې دغه د لوړو زده کړو موسسه دې پوهنتون ته ارتقا وکړي.
دوی وايي، په دې سختو ازموینو او امنیتي شرایطو کې یې د روزګان ولایت کې د لوړو زده کړو له پاره زړه ښه کړی و، خو د لوړو زده کړو وزارت د دوی پر برخلیک لوبې کوي.
دوی وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د پوهنتون رېیس هم ورته ویلي و، چې لیليې پرځای هر محصل ته د میاشتې ۱۸۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، خو تر اوسه د شرعیاتو پوهنځی محلصینو ته یوه روپۍ هم نه ده ورکړل شوې.
په همدې اړه ددې محصلینو نماینده عارف الله وايي، د لوړو زده کړو وزارت نن ورته ویلي چې د شرعیاتو پوهنځی د ولسي جرګې وکیل عبیدالله بارکزي په زور سره ثبت کړی دی.
خو په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی بیا د وزارت پر دغې خبرې د سخت غبرګون ښودلو ترڅنګ زیاته کړه، چې روزګان خلک هم د نورو په شان د لوړو زده کړو حق لري او د شرعیاتو پوهنځی یې د قانوني حق له مخې په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت کړی دی.
بارکزي زیاته کړه، چې تېر کال لوړو زده کړو وزارت ورسره ژمنه کړې وه، چې اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي به د اروزګان پوهنتون کې ثبت او راجستر کیږي، خو پر وینا یې هغه وخت هېڅ کار وزارت و نه کړ.
بارکزي وویل، چې سږکال لوړو زده کړو وزارت د خپلې ژمنې سره سم یوازې د شرعیاتو پوهنځی ثبت کړ، خو د کمزوري مدیریت له امله یې پوهنتون ته استادان پيدا نه شو کړای او اوس یې د لغوې او ناقانونه کېدو خبره کوي.
خو د لوړو زده کړو ویاند فیصل امین سلام وطندارته وویل، چې دغه موضوع اوس مهال د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په عالي شورا کې ارزول کيږي او ډیر ژر به یې ستونزې هوارې شي.
امین زیاتوي، چې راتلونکې اوونۍ پورې به دغه ستونزې ته د پای ټکی کیږدي، ځکه پر وینا یې د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا به داسې پریکړه وکړي، چې نه به د محصلینو په زیان وي او نه به هم د وزارت له پالیسو سره ټکر ولري.