«د رایو ورکوونکیو بایومیتریکولو د سیستم په اړه کار روان دی»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دغه کمېسیون هڅه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنو پر ورځ د رایو ورکوونکیو بایومیتریکولو په موخه، بایومیتریک سیستم رامنځته کړي.

د ښاغلي صیاد په وینا، د بایومیتریک سیستم مالکیت باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره وي.

د رایو ورکوونکیو بایومیترکول د سیاسي ګوندونو له غوښتنو څخه دي چې تل پرې ټینګار کوي.

د ټاکنو کمېسیون مشر زیاتوي، تروریستي ډلې یو شمېر ګاونډي هېوادونه او د ولسي جرګې یو شمېر غړي، د ټاکنو پر وړاندې د خنډ رامنځته کولو هڅه کوي.

د هغه په وینا، د تلې میاشتې په اته‌ویشتمه د ټاکنو ترسره کولو له‌پاره ټول چمتووالی نیول شوی او دغه کمېسیون ژمن دی چې په ټاکلي وخت رڼې ټاکنې وکړي.

ښاغلی صیاد همدارنګه وايي، د شاوخوا ۸ میلیونو رایو ورکوونکیو نومونه د ټاکنو کمېسیون ډیټابیس کې ثبت شوي او دغه بهیر به د روانې اوونۍ تر پایه بشپړ شي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریايي وايي، د سیاسي ګوندونو ځېنې غوښتنې په حقه دي او باید ورته لاس‌رسی وشي.

د ښاغلي اریايي په وینا، هغوی د تلې په ۲۸مه د شکایتونو درج او نظارت ته چمتووالی لېري او د دغه کار له‌پاره یې ۶، ۷ زره کسان ګومارلي دي.

ښاغلی اریايي زیاتوي، کوم کسان یا ډلې چې هڅه کوي د ټاکنو ترسره کولو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، د هر ډول پېښو مسوولیت د هغوی په غاړه دی.

دا داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې ستر ملي اېتلاف پورې تړلو کسانو، څو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې وتړلې او د ټاکنو شفافیت له‌پاره یې بایومیتریک سیستم څخه د ګټې اخېستلو غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام