د راغستان سروزرو کان؛ ۶۰۰ وسله‌وال طالبان تمویلوي

 

خبریال: حمید حکیمي

د پیک څېړنیزې خبریالۍ مرکز

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ د روینج‌اب د سروزرو کان څخه وسله‌وال طالبان د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کوي.

دا داسې مهال دی چې په روان لمریز کال کې د دولت خزانې ته له دغه ولایته د کاني زېرمو عوایدو کچه صفر ته رسېدلې ده.

د پيک څېړنیزې خبریالۍ مرکز موندنې ښيي چې نه یوازې د بدخشان ځايي حکومت د دولت حزانې ته د کاني زېرمو له عوایدو یوه افغانۍ نه ده جمع کړې؛ بلکې د خپلسرو وسله‌والو او طالبانو له‌خوا د کانونو ناقانونه سپړنه کې هم پاتې راغلي دي.

د بدخشان ولایت ځايي چارواکي مني چې د راغستان ولسوالۍ د روینج‌اب کان له ۱۳۹۲ کال راهیسې د طالبانو په ولکه کې دی او دغه ډله د کان له کاریګرو هم باج اخلي.

د روینج‌اب د سروزرو کان تر پنځو کلونو مخکې پورې د ځايي خلکو له‌خوا د ریګ مینځنې په طریقې استخراج کېده. د ځايي مسوولانو په خبره اوسمهال وسله‌وال طالبان او د راغستان ولسوالۍ ۱۵۰۰ استوګن د ورسره تخنیکي وسایلو په مرسته د سروزو کان په ناقانونه توګه کیندي.

ناقانونه کېندنه او ازاد بازار

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د بډایه سرکلپو کاني زېرمو لرونکی ولایت دی. د رسمي سرچینو د شمېرو پربنسټ، په دغه ولایت کې د سروزرو، لاجوردو، بېروچو، لعل، یاقوت، ابرک ډبرو او سکرو ډبرو ۱۶ ستر او کوچني کانونه تثبیت شوي؛ خو یوشمېر نور داسې کاني زېرمې هم شته، چې تراوسه د دغه ولایت د کانونو ریاست سره ثبت شوي نه دي.

دغه‌راز له دې مخکې د راغستان ولسوالۍ د بیکادور سروزرو پر ستر کان د طالبانو ولکې او د دې ډلې له‌خوا د کیندنې په تړاوو هم ځینې راپورونه خپاره شوي وو. د روینج‌اب سروزرو کان هم د دغې ولسوالۍ یو له هغو کانونو دی چې د ځايي حکومت په اړوندې اداره کې نه دی ثبت شوی او نه هم د ځايي حکومت تر کنترول لاندې دی؛ چې په دې راپور کې پرې څېړنه شوې ده. سره له دې چې د دغه کان د سروزرو کچه او ظرفیت کره نه دی، خو د رسمي سرچینو شمېرې او معلومات(۱) ښيي چې دغه کان د کوکچې سیند او مرستیال سیندونو په مسیر کې ترځمکې لاندې پراخه غېږ لري چې د سروزرو حجم یې په منځي ډول په هر متر مکعب کې تر ۳۹۴ ملي‌ګرامو پورې اټکل شوی دی.  

سربېره پر دې له یوې ځايي سرچینې څخه د لاسته راغلیو لاسوندونو پربنسټ(۲) د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان، د جرم ولسوالۍ د بیروچو کان، د خاش ولسوالۍ د یاقوتو کان، د شهربزرګ ولسوالۍ د سروزرو کان او د یفتل دوابه سروزرو کان له څوو کلونو راهیسې د طالبانو او خپلسرو وسله‌والو په ولکه کې دي او د دغو ډلو له‌خوا یې ناقانونه استخراج لا هم روان دی.

یوشمېر ځايي مشرانو د پيک له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې په روینج‌اب کې د سروزرو کان د ځايي خلکو په مرسته کیندل کېږي او وسله‌وال طالبان بیا په هرو ۵ مثقالو سروزرو یو مثقال باج اخلي؛ خو د دغو سروزرو سوداګري او قاچاق بیا د حکومت ترواک لاندې بازارونو کې ترسره کېږي.

د راغستان ولسوالۍ یو مشر حیات‌الله پيمان وايي:«کوم سرزر چې له دغه کانه راویستل کېږي د حکومت تر واک لاندې د ولسوالۍ په زیرکي او تمیلر بازارونو کې په ازاد ډول پېر او پلور کېږي.»

د راغستان ولسوال غلام‌الله سید مني چې د دوی یاني حکومت تر واک لاندې سیمو کې د دغه کان سرزر په ناقانونه توګه پېر او پلور او قاچاق کېږي او دې ځایه کابل ته لېږدول کېږي.

د پیمان په خبره، د روینج‌اب سروزرو کان یو مثقال طلا د راغستان ولسوالۍ په بازارونو کې له ۱۱ تر ۱۲ زرو افغانیو پېر او پلور کېږي.

دغه ځايي مخور وايي، تر درېیو مخکېنیو کلونو پورې ځايي خلکو له دغه کانه د ورځې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ مثقالو سرزر راویستل؛ خو اوس په کان باندې د طالبانو له ولکې راوروسته د سروزرو د ورځنۍ کچې او شمېر په اړه کره اطلاع موجود نه دي.

نوموړي د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو ورځ تربلې حاکمیت او پراختیا، له خلکو باج‌ګیري؛ د سروزرو له کانه استفاده ګڼي. زیاتوي:«تر یو دوو کلونو مخکې پورې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو تشکیل سلو تنو رسېده، خو اوسمهال په کان او شاوخوا سیمه کې د طالبان شمېر له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې رسیږي او د همدې کان له عوایدو یې لسګونه میله درنې او سپکې وسلې اخیستي دي.»

د بدخشان مرستیال والي ګل‌محمد بیدار په راغستان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۶۰۰ تنو کورنیو او بهرنیو طالبانو موجودیت تاییدوي او مني چې په تېر کې د دې ولایت پولیسو له یوې میاشتې زیات د کان ساتنه ونه شوی کولی او بیا ځلي د طالبانو لاس ته ورغی.

د نوموړي په خبره، طالبان یوازې د روینج‌اب له کان څخه د ۱/۵ باج‌ګیرۍ له برخې د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کوي. خو د بیکادور سروزرو کان، د کرمان او منجان لاجوردو او نورو کاني زېرمو چې د طالبانو په ولکه کې دي هېڅ کره معلومات یې په اړه نه شته. له دې مخکې د (global witness) په نوم یو نړیوال څېړنیز بنسټ راپور خپور کړی و، چې په ۲۰۱۴ کال کې د بدخشان ولایت له کاني زېرمنو د طالبانو او خپلسرو وسله‌والو عاید له یو میلیونو تر ۲۰ میلیونو ډالرو و.

دا چې د روینج‌اب سروزرو کان ځینې د طالبانو عاید او د دې ډلې د تشکیلاتو او فعالیتونو په اړه راوړل شوي اطلاعاتو څومره کره دي؛ د پيک خبریال د دې ډلې له قوماندانانو او خلکو څخه د نظرونو اخیستو هڅې د موجودو احتمالي ګواښونو امله بې‌پایلې شوې. خو په مستعار نوم حبیب چې ځايي اوسېدونکی او د کان کارګر دی؛ د پيک خبریال ته وویل: «طالبان په هغو کورنیو چې کان ته نږدې ژوند کوي، په زوره کار کوي.»

د حاکمیت نه‌شتون، د عوایدو کمېدو لامل

د رسمي سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ(۳)، تر درې کاله وړاندې پورې د افغانستان دولت بودیجې ته د بدخشان کاني زېرمو عوایدو کچه مخ په زیاتېدو وه، خو له درېیو کلونو راپه دې خوا مخ په ځوړند روان دی، چې آن صفر ته رسېدلی ده.

د بدخشان ځايي چارواکي بیا په دغه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو خوځښتونو په زیاتېدو د ناامنیو پراختیا او د مرکزي حکومت له لوري د دغه ولایت په کاني زېرمو کې د کار درول، د عوایدو صفر کېدو اصلي لاملونو بولي. خو د راغستان ولسوالۍ یو ځايي مشر پیمان په اند، له حکومته د خلکو سرغړاوي او د کاني زېرمو او ناقانونه عوایدو ترلاسه کولو په موخه له طالبانو سره د خلکو ملګري کېدل په کاني زیرمو د حکومت نه واک له اصلي لاملونو دي.

د بدخشان پولیسو امنیې قوماندان عبدالخالق اقساي د اړینو امکاناتو او پرسونل نه‌شتوالی د کانونو ناقانونه کېندنې مخنیوي او په ټوله کې په کاني زېرمو د ځايي حکومت نه کنترول او ضعف ګڼي او له مرکزي حکومته غواړي، د بدخشان ولایت کانونو خوندیتوب له‌پاره ځانګړې پوځي قطعه جوړه کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، وزارت د بدخشان امنیې قوماندانۍ ته امر کړی چې د راغستان ولسوالۍ روینج‌اب د سروزرو کان نیولو له‌پاره عملیات وکړي.

ښاغلی رحیمي د ځانګړې قطعې جوړېدو غوښتنې په ځواب کې وايي چې د دې پرځای به په ولایت کې د پولیسو په تشکیل کې زیاتوالی راولي.

بل‌خوا، د بدخشان په کانونو کې د کار درېدو او د دغو کانونو د عوایدو صفر کېدو لامل په اړه، د بدخشان هېڅ کوم سیمه‌ییز چارواکي د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د اجازې نه درلودو په خاطر خبرو ته حاضر نه شول.

خو کانونو وزارت ټینګار کوي، د کانونو د کیندلو په قراردادونو کې ځینې حقوقي او تخنیکي ستونزې لامل شوې چې د ټول هېواد په کچه د کانونو چارې وځنډول شي او د اقتصاد عالي شورا له پرېکړې وروسته به دغه قراردادونه وړ شرکتونو ته ورکړل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د پيک له خبریال سره په خبرو کې مني، چې د قراردادونو په ځنډېدو او د عوایدو په صفر کېدو، د بدخشان په شمول یوشمېر ولایتونو کې د ځايي خلکو، زورواکیو او طالبانو له لوري د کاني زېرمو ناقانونه کېندنې زیاتې شوي؛ خو د مخنیوي په اړه یې وايي: «د هېواد د کاني زېرمو ناقانونه استخراج مخنیوي له‌پاره د لارې نوې نقشې طرحه تر کار لاندې ده. او د کانونو ځینې نوي قراردادونه هم وروستي شوي او په یوشمېر نور کار روان دی.»

له دې سره د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، هېواد کې د کانونو غیرقانوني استخراج له دوام څخه اندېښنه څرګندوي ټینګار کوي، حکومت د هېواد طبیعي منابعو څخه د مدیریت او نظارت له‌پاره کافي تخصص او وړتیا نه لري؛ له ټولو مهمه دا ده چې په دولت کې پراخ فساد لامل شوی، څو مخالفې وسله‌والې ډلې، سیمه‌ییز زورواکي او ان د هېواد عادي خلک د افغانستان په کانونو واک ترلاسه کړي.

د دغه بنسټ د اړیکو او عدالت غوښتنې مسوول ناصر تیمور وايي:«د هېواد په کچه د شاوخوا ۱۵۰۰ کانونو له ډلې یوازې ۵۰ کانونه د حکومت تر کنټرول لاندې دي او پاتې نور یې د وسله‌والو طالبانو، غیرمسوولو ډلو او ځايي زورواکو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي، چې په ناقانونه توګه کیندل کېږي.»      

دغه بنسټ له حکومته غواړي، د هېواد ملي شتمنۍ خوندیتوب په موخه، له کانونو د نظارت او ساتنې بهیر غښتلی کړي او د کانونو د عوایدو راټولولو له‌پاره د ځانګړي بانکي حساب جوړولو او د کانونو قانون تعدیل له‌پاره هڅې وکړي.

لمن‌لیک

(۱) رسمي سرچینې/ د پژواک خبري اژانس ـ د بدخشان کانونه

(۲) لاسته راغلي لاسوندونه/ د بدخشان کانونو ریاست په لاسلیک او مهر سره دغه ولایت کې د طالبانو تر کنترول لاندې کاني زېرمو قلمي نوملړ

(۳) د رسمي سرچینو اطلاعات/ د بدخشان کانونو ریاست کتبي اطلاعات د دې ریاست په مهر او لاسلیک

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام