د «راتلونکې ټولنې» برخلیک؛ د جنسي تېري او قومي واسطو قرباني کېږي

شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو کې په ماشومانو جنسي تېری او له هغوی څخه ناوړه ګټنه کول د دې لامل شوي‌دي چې د دغو ماشومانو کورنۍ پر عدلي او قضايي بنسټونو نیوکې زیاتې کړي.

بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي، تېرو درېیوو کلونو کې عدلي او قضايي ارګانونو پر ماشومانو د جنسي تېري یوه دوسیه هم نه‌ده نهايي کړې او ماشومان اوس هم د دې ښکارندې ښکار کېږي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي، د جنسي تېري د ښکار شويو ماشومانو کورنۍ د مسوولو بنسټونو له ملاتړ او همکارۍ او د رسمي محکمو بهیرونو ته له لاس‌رسي ځکه ناهیلي دي چې قومي منځګړیتوب ته مخه کوي. دوی ادعا کوي چې هر کال ولایتونو کې امنیتي بنسټونو ته د ماشومانو د جنسي‌ ځورولو د سلګونو پېښو راپور ورکول کېږي؛ خو جنايي پولیسو کله هم دې برخې کې څېړنې نه‌دي کړي.

سلام‌وطندار دغه څېړنیز راپور کې د جنسي تېري یو شمېر ښکار شویو ماشومانو سره خبرې کړي او پایله یې د یوې ټولنیزې شخړې په چوکاټ کې وړاندې کړې‌ده.

دې راپور کې ټول یاد شوي نومونه مستعار دي.

محمد عباس ۱۲ کلن ماشوم دی چې په جوزجان ښار کې ژوند کوي.

هغه وايي، د مني په موسم کې یوه ورځ ماسپښین‌ مهال له خپل کوره د مزارشریف خوا ته د خپلو خپلوانو لیدلو په نیت ووت.

عباس د لارې اوږدو کې د مالک جواد په نامه یو مستري سره ـ چې کورنۍ اړیکې هم  ورسره لري ـ مخېږي.

جواد عباس ته وايي، چې شپه ناوخته ده او مزارشریف نه‌شي رسېدلی؛ نو ښه به وي چې شپه د هغوی په‌ کور کې تېره کړي.

عباس کیسه کوي چې جواد پرې د شپې د ویده‌ کېدو پرمهال په زوره جنسي تېری وکړ. دی زیاتوي، ژړل یې، چېغې یې وهلې؛ خو چا یې غږ نه‌ورېد.

جمال‌ګل ۱۰ کلن ماشوم دی چې په وړوکتوب کې یې خپل مور او پلار له لاسه ورکړل او خپله د بغلان زوړ ښار کې ده ته ورته هلک‌خېل عظیمي سره په یو جومات کې اوسېږي.

جمال‌ګل وايي، قومندان عنایت هغه سره ژمنه کوي چې داسې یوې مدرسې کې به یې شامل کړي چې ښه امکانات ولري.

خو د ژمنې د عملي کېدو په ورځ قوماندان عنایت د ګډا او بچه‌بازۍ یو مجلس ته ورتاوېږي او جمال‌‌ګل هم له ځانه سره ور ولي او د هغه پښو کې پای‌زیبونه تړي او ګډ‌وي یې.

اوس د جمال‌ګل بې‌سرپناه او یوازې ژوند د سیګرټ له لکو، خالونو، د یتیمۍ او جنسي تېري له بدو خاطرو او له درده بل هېڅ شی نه‌لري.

د ده په خبره، د ګډا نه د انکار په صورت کې قوماندان عنایت په ستنه سوری کړ او له وهلو وروسته یې په سېګرټ هم وسوځولو.

د جنسي تېري د قربانیانو دوسیو ډله کې، د یوې جینۍ نوم هم لیدل کېږي چې ځان ۱۳ کلنه ګیتي د بدخشان فیض‌اباد ښار اوسېدونکې معرفي کوي.

د ګیتي مور شیما په‌داسې حال کې چې د څادر په څنډه خپلې اوښکې پاکوي، وايي، خپله لور یې په خاورو او وینو، ککړه پیدا کړه.

د مېرمن شیما په وینا، بدن یې لړزېده او پوهېده چې څه پېښ شوي. کوچنۍ ګینې اوس اومیندواره ده.

د ګیتي مور وايي، خپل مدعیان پېژني خو دا چې مېړه یې معیوب دی؛ مدعي اخطار ورکړی چې له خوله غږ ونه باسي.

پر ‌دې ټولو سربېره دغه داستان دوه مخه لري. بې‌چاره او ناهیلي قربانیان یو مخ او د توجیهاتو او تعلل نړۍ بله‌خوا.

د عامې روغتیا وزارت یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي؛ سلام‌وطندار ته وايي، یو ځل او دوه ځلې نه بلکې په وار ـ وار د څارنوالانو له لوري ځورول او ګواښل شوی چې په ماشومانو د جنسي تېري تصدیق شوې او تایید شوې دوسیې افشا نه‌کړي.

د سرچینې په وینا، تېر کال کې د جنسي ځورونې ۹۸ ثبت شویو دوسیو له ډلې، ۵۵ یې د نجونو او ۴۳ یې د ماشوم‌هلکانو دي.

دغه پېښې تر ډېره د هېواد شمال او شمال‌ختیځو سیمو کې پېښې شوې‌دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه بله سرچینه – چې د ملي یووالي حکومت په لومړیو دوو کلونو کې یې د څېړنو ریاست مسوولیت لرلو ـ وايي، ولایتونو کې له ماشومانو سره د جنسي تاوتریخوالي ډېرو دوسیو کې د جنايي څېړنو اړوند چارواکي ښکېل دي او همدا موضوع د دې لامل کېږي چې په ماشومانو د جنسي تېري عاملان نه مجازاتېږي او یا له هغوی یوازې ۱۰ یا ۲۰ سلنه مواردو باندې قانون پلی کېږي.

دا ادعا داسې مهال کېږي چې د بدخشان ولایت د استېناف محکمې څارنوال سلطان فیضي وايي، یو کال کې د نرګس د دوسیې ترڅنګ د جنسي تېري ۱۸ نورې دوسیې هم څېړل شوي او لاملین یې هم نیول شوي‌دي.

د جوزجان د استېناف محکمې رییس امرالدین یعین هم د جنسي تېریو قضیو څېړلو پرمهال د قومي لاسوهنو او واسطو خبره نه ردوي؛ خو وايي، تېرو ۳ کلونو کې د دې ولایت په استېناف محکمې کې د جنسي تېري ۸ دوسیې څېړل شوي او محکمې د هغو په اړه خپل حکم صادر کړی‌دی.

 

کله چې د انسان له هیلې او غوښتنې خلاف لویه او غیرانساني پېښه (جنسي تېری) وشي؛ دا نه یوازې په فرهنګي، فیزیکي او ټولنیزه وضعه بداغېز ‌لري؛ بلکې د اوږدمهال له‌پاره د انسان روان په یو نامريي ځواک ځوروي او ځان ورته د نورو په مقابل کې حقیر، سپک او بې‌ارزښته ورښکاري.

که څه هم په تېرو څوو کلونو کې د ماشومانو حقوقو او جنسي تېریو د قربانیانو د ملاتړ په برخه کې هڅې شوي؛ خو دا حقیقت هماغسې په‌خپل زور کې دی چې د دې خاورې ماشومان لا هم د زور زیاتي او جنسي تېریو قربانیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام