د دوه نیم میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۲ قراردادونه منظور شول

د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون د دوه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۲ قراردادونه منظورکړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ليکي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه نن یک شنبه د (جولای ۵ مه) غرمه په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د کانونو او پطرولیم، فواید عامې، د کلیو د پراختیا، ملي دفاع، کورنیو چارو او د پوهنې وزارت، د کابل ښاروالۍ او د مسفا ادارې قراردادونه وڅېړل شول.

همدارنګه په دغه غونډه کې د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړېدل منظور شول، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د بار وړونکو وسایطو له پاره ۱۶ ساعته غیر ضروري وقفه له منځه لاړه شي او د هرات  د ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه به راکمه شي.

د ارګ په رسمي پاڼه کې کاږل شوي، چې افغان ولسمشر زیاته کړه، د تېرو تدارکاتو پروسه دې په واضح ډول بررسي او تصفیه شي او هغو کسانو چې په دې پروسه کې په بې قانونه ډول کړنې ترسره کړي دي، هغوی دې په نخښه شي.

په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت د تدارکاتي سیستم د سمون لپاره ټاکل شوي پلاوي خبرداری ورکړ، چې د دغه وزارت څلور واړه تدارکاتي واحدونه جدي ستونزې لري او که دا ستونزې حل نه شي د دغه وزارت د تدارکاتو تصدیق به د تعلیق له ګواښ سره مخامخ شي.

اخوا په غونډه کې د ملي دفاع وزارت څو قراردادونه منظور هم  شول، چې نږدې ۱۷۱ ميليونه افغانۍ سپما په کې شوې ده.

په همدې توګه په دې غونډه کې د مالیې او ملي دفاع وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د سرتیرو د خوراک د کیفیت د لوړولو او کالوري د زیاتولو له پاره دې ژر تر ژره یوه طرحه چمتو او د کابینې غونډې ته دې وړاندې کړي.

ولسمشر د کورنیو چارو وزارت پر قراردادونو د تبصرې په ترڅ کې وویل، دغه وزارت باید د خپلو تدارکاتي چارو د ریفورم پلان برابر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام