د درملو د کیفیت د بهترولو دویم کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو تنظیم ملي ادارې رییس نورشاه کامه‌وال وايي، دوی نن رسماً د درملو قاچاق مخنیوي، د کیفیت تضمین او د درملو او روغتیايي محصولاتو بیو د کنټرول له‌پاره د څېړنیز کمپاین دویمه مرحله پیل کړه. د دغه کمپاین لومړۍ مرحله درې میاشتې مخکې پيل شوې‌وه.

د ښاغلي کامه‌وال په خبره، د روغتیايي تولیداتو د کیفیت په اړه ډاډ او افغانستان کې د ناقانونه او قاچاقي درملو راوړلو مخنیوی دی. دی همداراز وايي، پر تولید، د درملو په وارداتو، عمده پلورنې، د درملو د کیفیت کنټرول له‌پاره د تولیدي شرکتونو د اسنادو څېړنه، د درملو د پېر او پلور بېلونو څارنه، په نسخو کې د درملتونو د درملو د بیو او د درملتونو د مهر په اړه ډاډ ترلاسه کول او په‌دې برخه کې د بازار موندنې د ناقانونه تبلیغاتو مخنیوی د دې کمپاین موخې دي.

ښاغلی کامه‌وال زیاتوي چې د کابل ښار په ډېرو برخو کې د درملو جوړولو داسې ځایونه شته چې جوازونه نه‌لري او یا هم په غیرروغتیايي ځایونو کې فعالیت کوي چې وروسته له‌دې ورسره قانوني چلند کېږي او له څېړنو درېیوو میاشتو وروسته به یې پایله له خلکو سره شریکه شي.

ښاغلی کا‌مه‌وال مني چې اوس روغتیا وزارت ۱۰۰ په سلو کې بازار نه‌شي کنټرولولی او همدا اوس هم افغانستان ته له ۲۹ هېوادونو نه دارو ـ درمل واردېږي. د ښاغلي کامه‌وال په وینا، دوی د یوې اوونۍ له‌پاره د دوا تاریخ، کیفیت او نرخ په اړه د کیفیت کنټرول اداره جوړه کړې‌ده. د ده په خبره، پخوا به دې ادارې د یوې میاشتې له‌پاره کار کولو.

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو تنظیم ملي ادارې مسوولان له خلکو غواړي چې د درملو د اخېستلو پرمهال د درملتون د تایید مهر او پر درملو د لیکل شوي نرخ پوښتنه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام