د درسي ټولګیو کمښت په غبرګون زده‌کوونکیو نجونو لاریون کړی

د کابل ښار دیارلسمې ناحیې د شهرک صفا ښوونځي لسګونو زده‌کوونکیو نجونو لاریون وکړ او ویل یې، استاد، څوکۍ، مېز، کتابونه او درسي ټولګي نه لري.

دغه لاریونوالې زده‌کوونکې وايي، د کابل ښار پوهنې مسوولانو یې یوځل ښوونځی تجزیه کړ او هلکان یې بل ښوونځي ته ولېږدول؛ خو له مشخص دلیل پرته یې هلکان بېرته ښوونځي ته راستول چې اوسمهال نجونې د زده‌کړنو له‌پاره مناسب ځای او درسي ټولګي نه لري.

د عاطفې حسیني په نوم یوه زده‌کوونکې وايي، هره ورځ ښوونځي ته ځي راځي خو په ښوونځي کې هېڅ لیک لوست نه شته.

یوه بله زده‌کوونکې وايي، د ښوونیز کال په شروع کې د نجونو له‌پاره د جلا ښوونځي ژمنې وشوې، خو د هلکانو له لاریون وروسته د نجونو ټولګي یې هلکانو ته ورکړل.

د شهرک صفا ښوونځي سرښوونکې معصومه هم تاییدوي چې زده‌کوونکې درسي ټولګي نه لري.

دغه سرښوونکې وايي، د هلکانو له لاریون وروسته په دې پرېکړه وشوه، چې لومړۍ دوره نجونې، په دویمه دوره کې هلکان او نجونې یوځای او د ورځې په وروستۍ دوره کې هلکان درس ولولي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل د دغه ښوونځي د نجونو او هلکانو د عدالت غوښتنې له موضوع ناخبري ښيي او زیاتوي، که زده‌کوونکي ورته مراجعه وکړي؛ ژر به یې ستونزه وڅېړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام