د دایکندي ستونزمنې لارې له خلکو قرباني اخلي

د افغانستان له دایکندي ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت ستونزمنې لارې هر کال له خلکو قرباني اخلي.

د دغه ولایت چارواکي وایي، چې د دایکندي د لارو په اوږدو کې ترافیکي پېښو د وژل شویو او ټپیانو شمېر د ځانمرګو بریدونو او چاودونو له شمیر څخه زیات وي.

دوی له حکومته غواړي، چې د دغه ولایت د لویو لارو د جوړولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

دایکندي د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې لارې یې هم ستونزمنې دي.

ددغه ولایت اوسیدونکي په ژمي کې تل ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو ته  په ډیره ستونزمنه توګه تګ راتګ کوي.

خو اوسیدونکي یې د لویو لارو د جوړولو په برخه کې د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي او وایي، چې د دغه ولایت له جوړیدو ۱۲ کاله تیریږي، خو په دومره موده کې یو متر سړک هم په معیاري توګه نه دی جوړ شوی.

داسې کره شمېره په واک کې نشته، چې هرکال څومره خلک په دغو لویو لارو کې له منځه ځي، خو د لارې خرابوالي له امله پکې د موټرو ټکر، چپه کېدل او نورې ناوړې پېښې زیاتې وي.

د دایکندي د والي مرستیال حبیب الله رادمنش سلام وطندار ته وویل، چې د لارو خرابوالي له امله د ترافیکي پیښو مرګ ژوبله په ناامنو ولایتونو کې له  ځانمرګو بریدونو او چاودونو د مرګ ژوبلې څخه ډیره ده .

په همدې حال کې د دایکندي ــ کابل او بامیان دلویو لارو موټر چلوونکي هم د دغو لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي، چې د دغو لویو لارو جوړولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

عوض نومي شخص، چې د بامیان ـ دایکندي ـ کابل په لویه لاره کې کار کوي وايي، چې له حکومته غواړي چې باید لویې لارې جوړې کړي.

د قاناق کوتل په دواړو غاړو کې د کال په بیلابیلو فصلونو کې د واورې، د سړکونو کم سور، د غیر معیاري کانرونو خټو او نورو ستونزو له امله تل د ترافیکو پر مخ تړلی  وي.

غلام حسن هغه مسافر دی، چې دوه ورځې مخکې پر همدې لاره بند پاتې وو ده سلام وطندار ته وویل، چې د دغو فلان کوچونو مسافرین میرمنې دي او که چیرې یو دوه ساعته موټر بند پاتې شي، نو مسافرین يې مري.

په همدې حال کې د دایکندي ولایت مدني فعالان، د سړکونو او مواصلاتي لارو د خرابوالي په برخه کې  د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي پر بې غورۍ تورنوي.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې د دایکندي ولایت مرکز، میرامور او کیتي ولسوالیو کې د سیلابونو راوتو له امله د یو ۱۲ کلن ماشوم په ګډون ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام