شمال کې دولت ته د داعش مشرانو او جنګیالیو په تسلیمېدو سره په جوزجان کې د دې ډلې وروستی پوځي مرکز د طالبانو په لاس سقوط شو.
دولت ته د داعش له تسلیمېدو سره هممهاله، د هغو کورنیو اعتراضونه زیات شوي چې خپلوان یې د داعش له لوري وژل شوي او یا ځورول شويدي.
د دغو کورنیو یو شمېر غړي نن د جوزجان محکمې مخې ته راټول شوي او خبرداری ورکوي، که دولت د داعش تسلیم شوي مشران وبښي؛ دوی به وسلې راخلي او په لارو شکولو به پیل وکړي.
د دغو کورنیو په وینا، هر بنسټ چې د داعش مشرانو او جنګیالیو ته پناه ورکړي؛ باید د هغو کسانو تاوان هم ورکړي چې د دې ډلې له لوري وژل شويدي.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی حیاتالله چې د داعش له لوري ۹ ورځې په یوه څا کې غورځول شوی او د ۱۲ سوو زرو افغانیو په بدل کې راخوشې شوی؛ دې وسلهوالې ډلې ته د سختې سزا د ورکړې غوښتنه کوي.
د دې ولایت په قوشتپې ولسوالۍ کې د یوې قرباني شوې کورنۍ غړی عبدالمناف بیا وايي، د دوی د سترګو پر وړاندې د خلکو کورونو ته ننوتي، ښځې او مالونه یې لوټلي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني سلاموطندار ته وویل، د مولوي حبیبالرحمان او مفتي نعمتالله په مشرۍ څه باندې ۲۳۰ داعش جنګیالي د جوزجان مرکز ته لېږدول شوي او په ټولو به یو شان قانون پلي شي.
ځېنې نورې کورنۍ – چې تازه د جوزجان له درزاب ولسوالۍ کډه شوي ـ وايي، د داعش د جنایتونو پر وړاندې به پټه خوله پاتې نهشي او د قربانیانو حقونو ترلاسه کولو لهپاره به د عدالت غوښتنه وکړي.