د خوست والي عبدالجبار نعيمي د غلام خان ګمرکي تاسيساتو او د سرحدي پولیسو د کمېساري ودانیو پرانېستې مراسمو کې وويل، چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به دولتي عوایدو کچه لوړه شيي. پر دغو ودانیو ۳۹۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د امریکا متحده ایالاتو ورکړې دي.
والې وایې، چې د خوست ګمرکي تاسیساتو له لارې د ورځې په سلګونه سوداګریزې موټرې تګ راتګ کوي.
د ښاغلي نعیمي په خبره، دغه دواړه ودانۍ، د دوو کلونو په اوږدو کې، په ۳۵ جریبه ځمکه کې د امریکا متحده ایالاتو د انجینري ګروپ له خوا جوړې شوې دي.
د خوست په غلام خان بندر کې داسې مهال ګمرکي تاسېسات پرانېستل کیږي، چې ولسمشر اشرف غني او اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو ټاکنیزو کمپانیو پرمهال د غلام خان لارې ترانزیټ کولو ژمنې کړې وې.
د خوست د سوداګرۍ خونې رییس نواب امیرزي سلام وطندار ته وویل، چې د غلام خان بندر له لارې د سوداګریزو توکیو لېږد رالېږد سوداګرو ته آرزان تمامېږي.
د امیزي په وینا، تورخم له کراچۍ بندر سره ۱۲ سوه کیلو متره فاصله لري او غلام خان ګمرک اته سوه کیلو متره فاصله لري.
د خوست سوداګر هم په همدې نظر دي، چې د خوست غلام خان، افغانستان ته د غځېدلو نورو لارو په پرتله د کراچۍ بندرته څو سوه کیلومتره نږدې لاره ده، چې په ترانزېټ کېدو سره به یې د سوداګرېزو مالونو په لېږد رالېږد کې بې سارې اسانتیا رامنځته شي.