د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۳ سلنه کم شوی دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د خبریالانو د وضعیت په اړه نن په کابل کې يوه خبري غونډه کې خپلې موندنې خپرې کړې.

د دې کمېټې د څېړنو پر بنسټ په تېر ميلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۳ سلنه کم شوی دی.

د يادې کمېټې رییس نجیب شریفي د تاوتریخوالي د کمېدو لامل، په دې برخه کې د حکومت او رسنیو هڅې، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې او په افغانستان کې د داعش ډلې تضعیف په ګوته کړ.

د شریفي په خبره، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله د خبریالانو د وژنې شمېرې ۷۱ سلنه را کمې شوې دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې څه موده وړاندې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر یا نی ویلي وو چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېرکال په پرتله ۴۲ سلنه کم شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام