د خبریالانو د خوندیتوب او عدالت ډله وايي، چې د ملي یووالي حکومت د خبریالانو کاري او ځاني خوندیتوب ژمنه نه ده عملي کړې.
د خبریالانو او بشري حقونو بنسټونو تېره کال د ولسمشرۍ په ټاکنیزو سیالیو کې له ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله نه د خبریالانو د کاري او ځاني خوندیتوب ژمنه کړې وه، او د ژمنې ۱۲ ماده ییز هوکړه لیک یې هم لاسلیک کړی و.
خو د خبریالانو د خوندیتوب ډلې نن د (اګسټ په ۱۵مه) د یادې ژمنې د څېړې په اړه په غونده کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت یواځې د رسنیو د قانون په برخه کې د اطلاعاتو ته د لارسي قانون توشیح کړی دی.
د خبریالانو د اتحاديي مشر او د خبریالانو د عدالت غوښتنې ډلې غړی فهیم دشتي وویل، چې د ملي یووالي حکومت یو له ژمنو نه د خبریالانو د تاوتریخوالي له منځه وړل و، چې اوسمهال د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی.
ده وویل، چې د خبریالانو د تاوتریخوالي د دوسیو د څېړلو په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.
د بیان ازادۍ ټینګښت، د قرباني شویو خبریالانو د دوسیو څېړل، د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح کول، له خبریالانو سره د ښه چلند لپاره امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکول، خبریالانو ځاني خوندیتوب، د هغو کسانو سزا چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي، د کاري خوندیتوب لپاره د نوي قانون توشح کول او د خبریالانو نه د ملاتړ لپاره د ملي صندوق رامنځته کول له هغو برخو نه و، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د پلي کولو ژمنه شوې وې.
د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، هغه هوکړه لیکونه، چې دواړو رهبرانو لاسلیک کړي دي عملي کول یې وخت ته اړتیا لري.
دی وايي، چې د ملي یووالي حکومت دواړه رهبران خپلو کړو ژمنو ته ژمن دي او یو شمېرې ژمنې یې عملي کړي دي.
فیصل زیاته کړه، چې د پاتې ژمنو د عملي کولو لپاره کار جریان لري او دغه چاره وخت ته اړتیا لري.
اجرایه ریاست دغه څرګندونې په داسې کې کوي، چې یو شمېر خبریالانو له سلام وطندار سره په خبرو د ملي یووالي حکومت نه خواشینې څرګنده کړه.
دوی وايي، چې اوسني حکومت خبریالانو د ځاني او کاري خوندیتوب په برخه کې کار نه دی کړی، خبریالان لا هم وهل او زنداني کیږي.
د یادو خبریالانو پر خبره، حکومت اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې هم کار نه دی کړی او د تېر په څېر لازیات محدودیتونه رامنځته شوي دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور د خپرونو معینه سیده مژګان په نننۍ خبري ناسته کې د خبریالانو د تاوتریخوالي د مخنیوي کمیسیون د جوړېدو خبره وکړه.
مېرمن مصطفوي همداډول په وزیرانو شورا کې د خبریالانو د کاري خوندیتوب د نوي مقررې د تائید خبره هم وکړه او وویل، چې دغه مقرره تېره اونۍ تصویب شوې ده.
نوموړې وویل، چې دوی د خبریالانو ستونزې درک کړي دي او په دې اړه یې اندېښنه لري.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د شمېرو له مخې د ملي یووالي حکومت په منځ ته راتګ سره د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۵ موارد ثبت شوي دي او ۴ خبریالان وژل شوي دي.
له دې ټولو سره – سره د خبریالانو د عدالت غوښتنې ډلې غړي وايي، که حکومت د خبریالانو د خوندیتوب ژمنې عملي نه کړي دوی به دغه موضوع همداسې پرې نه ږدي.