په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي ځېنو غړیو د حزب اسلامي سمون غوښتونکیو په نوم یو ټولنه جوړه کړې ده.
د دې ټولنې غړي وايي، د سولې له پروسې سره د حکمتیار یوځای کېدو دوی ته هېڅ کټه نه ده رسولې او ښاغلي حکمتیار د دې ګونډ غړي هېر کړي دي.
د دغې ټولنې رییس او د حزب اسلامي مهم غړی عبدالله نهضتیار وايي، نه یوازې یې دوی هېر کړي، بلکې حکمتیار د خلکو او نورو ګوندنو ترمنځ په نفاق رامنځته کولو اخته دی.
د دې تولنې بل غړی عبدالقدوس فهیم هم وايي، ښاغلی حکمتیار په څرګندونو کې نفاق ته کار ویلی دی او له دې وروسته یې د ګوند رهبر په توګه نه پېژني.
د دغې مجمعې غړیو وویل، دوی له بل هېڅ ګوند سره اختلاف نه لري او د نورو ګوندونو په اړه د حکمتیار څرګندونوې یوازې شخصي اند دی.