د جګړې قربانیانو ته د عدالت غوښتنې غورځنګ نن (شنبه) په یوې اعتراضيه غونډه کې د حکومت او ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې پټې خبرې وغندلې او ویې ویل، چې د سولې د ټینګښت له پاره باید عدالت قرباني نه شي او د جګړې قرباني شویو کسانو وینې هېرې شي.
د دې غورځنګ غړي، سمیع دره یي وویل، چې ګلبدین حکمتیار په کورنیو جګړو کې ښکېل و او یو شمېر ځانمرګي بریدونه یې هم رهبري کړي دي.
دره یي وايي، چې دولت د خپلو سیاسي ماتو او ناسمو کارونو د پټولو له پاره له حکمتیاره استفاده کوي.
د دره یي په خبره، د عدالت محوره سولې له پاره یو ټولیزه او رڼه پالیسي په کار ده او د سولې عالي شورا په شان کمزورې او ناتوانه بنسټ نه شي کولی، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت له پاره یو تعریف ولري.
د دې غورځنګ بل غړي، مهدي ثاقب وویل، چې افغان حکومت دې له ګلبدین سره د سولې په خبرو اترو کې له نړیوالو معاهداتو کار واخلي او زیاته یې کړه، چې د سولې عالي شورا مصلحتي ده او د دولت وسله والو مخالفانو ته په اړو برخو کې باج ورکوي.
د جګړې قربانیانو ته د عدالت غوښتنې غورځنګ د غونډې په پای کې د یو پرېکړه لیک په لوستلو له افغان حکومت، ملګرو ملتونو او د بشرحقونو له مدافعو بنسټونو وغوښتل، چې د حکمتیار او نورو جنګي جنایتکارانو محاکمه کولو لاره پرانیستې پرېږدي.
په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي وو، چې د ګلبدین حکمتیار نوم دې د ملګرو ملتونو له تور لیسته لرې نه شي او په ټولو جنایتکارانو د عدالت پلي کولو دوسیې دې، یو ځل بیا راوسپړل شي.
دغه راز پرېکړه لیک وايي، چې د افغانستان حکومت څومره، چې د سولې د ټینګښت په برخه کې ملزم دی؛ په هماغه کچه باید عدالت هم پلی کړي او په دې مکلف دی، چې د جګړې د قربانیانو غوښتنو ته پام وکړي.