د جوزجان په يوې ولسوالۍ کې ۹۴ تنه د ځان وژنې په هڅه تیزاب څښلي

 

د راپورونو پر بنسټ د جوزجان په درزاب ولسوالي کې په تېر ۱۳۹۴ م لمریز کال کې له ۹۰ زیاتو کسانو په تیزاب څښلو ځانونه وژلي دي.

د یادې ولسوالۍ سيمه ییز مسوولین وايي، چې له دې ډلې ۱۵ کسانو خپل ژوند بایللی او ۷۰ نور تر درملنې لاندې دي.

په همدې حال کې په جوزجان کې د بشري حقونو کمیسیون سیمه ییز دفتر مسوول وايي، چې په دغه ولایت د ځوانانو د ځان وژنې پیښې زیاتې شوې دي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر نن سه شنبه (می ۳مه) په دغه ولسوالي کې خبري غوندې ته وویل، چې تېرکال په دې ولسوالۍ کې ۹۴نجونو او هلکانو د ځان وژنې په هڅه تیزاب څښلي دي.

حشر، د ځوانانو ځان وژنې لامل په دې ولسوالي کې د ژوند ناوړه شرایط، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې بولي.

هاخوا په جوزجان کې د بشري حقونو سازمان سیمه ییز دفتر مشره مغفرت صمیمي، په جوزجان ولایت کې د ځوانانو ځان وژنې اصلي لاملونه نا امني، بې وزلي، کورنی تاوتریخوالی او جبري ودونه بولي.

له دې ټولو سره سره، د بشري حقونو سیمه ییز فعالین، له حکومته   غواړي، چې د ځوانانو ترمنځ ځان وژنې ښکارندې سره د مبارزې له پاره یوه منظمه کړنلاره جوړه او د عملي کیدو په موخه یې کوټلي ګامونه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام