د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیت امر عبدالحفیظ خاشع وايي، چې د دې ولایت د اقچې ولسوالۍ په لومړۍ ناحیه کې یو تعویذ لیکونکي ملا پر خپلې ۱۴ کلنې لور جنسي تېری کړی دی.
خاشع زیاته کړه، چې د جلۍ پلار د پولیسو له خوا نیول شوی او په دې اړه نور تحقیقات روان دي؛ خو جلۍ د خپلې مور سره یوځای د امن کور ته وړل شوي دي.
دا پېښه څو ورځې مخکې شوې وه، خو مور او جلۍ د یاد شخص له خوا بندیانې شوې وې.
دا موضوع په داسې حال کې رسنیزه شوه، چې د تاوتریخوالي قرباني شوې جلۍ او مور د پولیسو نږدې حوزې ته ورغلې دي او دغه پېښه یې ورسره شریکه کړې ده.