افغان امنیتي ځواکونو له بېګا راهیسې د شبرغان افغان ـ ترک لېسه محاصره کړېده.
د دې لېسې مسوولان وايي، امنیتي ځواکونه پرته د څارنوالۍ له مکتوبه لېسې ته داخل شوي او د ترکیې د ناکامې کودتا په تور یې د دې ښوونځي څلور ښوونکي نیولي دي.
د شبرغان د افغان ـ ترک لېسې مرستیال محمود صدیقي وايي، امنیتي ځواکونه نن سهار مهال سره له دې چې د زدهکوونکیو د والدینو له غبرګون سره مخ شول؛ خو بیا هم په زوره لېسې ته ننوتل او د اوبهښېندونکیو موټرو پهواسطه یې د یوې حامله ښځې په ګډون ۳ تنه ټپيا کړيدي.
خو د جوزجان والي لطفالله عزیزي وايي، د هغې هوکړې له مخې چې د افغانستان او ترکیې حکومتونو ترمنځ شوې، د هغو ترکي ښوونکیو فعالیت – چې د ترکیې په کودتا کې په لاس لرلو تورن دي ـ غیرقانوني دي او باید پرځای یې نوي کسان وګومارل شي. دغه راز هغه سندونه چې د یادو ښوونکیو له لوري زدهکوونکیو ته ورکول کېږي، هم باوري نهدي.
د جوزجان والي په وینا، حکومت به په دې اړه د زدهکوونکیو له کورنیو سره خبرې وکړي؛ خو هغوی تر اوسه د ځايي حکومتي مسوولانو دا غوښتنه نهده منلې.
د افغان ـ ترک لېسې د زدهکوونکیو کورنۍ د دې کړنې د غندنې تر څنګ وايي، د خپل ځان په قیمت هم چا ته اجازه نهورکوي چې د لېسې ښوونکي ونیسي.
له بلېخوا د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحی یشین وايي، هغوی د دې لېسې د څېړنې او تفتیش لهپاره تللي وو چې د زدهکوونکیو د کورنیو غړیو له غبرګون سره مخ شول.
د افغان ـ ترک ښوونځیو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امنیتي ځواکونو دا کړنه د قانون خلاف بللې او له رسنیو یې غوښتي چې دا پېښه رسنیزه کړي.